ads

هلمند كې د پوليسو ۸۰۰ كسيز تشكيل لغوه شوى

د هلمند امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وايي، په دغه ولايت كې شاوخوا ۸۰۰ پوليس له تشكيل څخه ايستل شوي دي.نوموړي پرون په دې اړه خبريالانو ته وويل، دا هغه پوليس دي چې د جګړې په لومړۍ كرښه كې سنګر ساتي او تر ټولو زياته قرباني همدا پوليس وركوي.دى وايي، د ۸۰۰ پوليسو دا […]

نویسنده: TKG
22 وری 1395
هلمند كې د پوليسو ۸۰۰ كسيز تشكيل لغوه شوى

د هلمند امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وايي، په دغه ولايت كې شاوخوا ۸۰۰ پوليس له تشكيل څخه ايستل شوي دي.
نوموړي پرون په دې اړه خبريالانو ته وويل، دا هغه پوليس دي چې د جګړې په لومړۍ كرښه كې سنګر ساتي او تر ټولو زياته قرباني همدا پوليس وركوي.
دى وايي، د ۸۰۰ پوليسو دا تشكيل په تېرو دوه مياشتو كې لغوه شوى دى: (( په دې لغوه شوي تشكيلاتو كې د موسساتو د ټولنې تر څنګ ۳ ولسوالۍ هم شاملې دي. په پوليسو كې بايد كموالى نه واى راغلى بلكې تشكيل يې زيات شوى واى.)) د هلمند امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وايي، په دغه ولايت كې شاوخوا ۸۰۰ پوليس له تشكيل څخه ايستل شوي دي.
نوموړي پرون په دې اړه خبريالانو ته وويل، دا هغه پوليس دي چې د جګړې په لومړۍ كرښه كې سنګر ساتي او تر ټولو زياته قرباني همدا پوليس وركوي.
دى وايي، د ۸۰۰ پوليسو دا تشكيل په تېرو دوه مياشتو كې لغوه شوى دى: (( په دې لغوه شوي تشكيلاتو كې د موسساتو د ټولنې تر څنګ ۳ ولسوالۍ هم شاملې دي. په پوليسو كې بايد كموالى نه واى راغلى بلكې تشكيل يې زيات شوى واى.))
قوماندان زياته كړه، په  هلمند کې جګړو، نا امنیو، د نشه يې توکو کښت او قاچاق، د مخدره توكو د دکانونو شتون ته په کتو سره نورو تشکیلاتو ته اړتیا لري تر څو وكولى شي چې دغه ستونزوته د پای ټکى کیږدي .
سرجنګ وویل، همدا  اوس د جګړې  په ټولو کرښو کې یوازې پولیس په ډیرو کمو امکاناتو او وړو وسلو د وسله والو پرضد مقاومت کوي وې ، خو په خبره یې  د ملي  اردو سر تیري بيا په دوهمه کرښه کې له پوره  تجهیزاتو سره دي: (( اوس اوس له ملي اردو مخكې موږ جګړه كوو، د دښمن لومړۍ مرمۍ د پوليس په سينه صفر كېږي، وروسته زموږ په عقب كې حمايوي قوه وي. تر څو چې زموږ پوليس وي نو دوى ته مرمۍ هم نه رسېږي.))
نوموړي له مرکزي دولت څخه  غوښتنه وکړه، چې د پولیسو تشکیل او نورې اړتیاوې پوره کړي، تر څو وکولی شي چې  د امنیت په ټیګښت کې هسې کار تر سره شي لكه څنګه چې ورته اړتیا ده .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA