د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د افغانستان د ګازو د ماسټر پلان مسوده بشپړه شوې او د تصویب له پاره به روانه اوونۍ د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې شي.
د دغه ماسټر پلان بنسټیز هدف چې پر لنډ مهاله، منځمهاله او اوږدمهاله برخو وېشل شوی دی، د ګازو په سکتور کې د افغانستان پر ځان بساینه ده.
د افغانستان د ګازو د پراختیا ماسټر پلان د اسیا پراختیايي بانک په مالي مرسته او د فېشنر په نوم د یوې جرمني کمپنۍ له خوا جوړ شوی دی.
د دغه ماسټر پلان له مخې، ټاکل شوې چې افغانستان په راتلونکو شلو کلونو کې (۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۳۵) د ګازو په برخه کې پر ځان بسیا شي. د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د افغانستان د ګازو د ماسټر پلان مسوده بشپړه شوې او د تصویب له پاره به روانه اوونۍ د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې شي.
د دغه ماسټر پلان بنسټیز هدف چې پر لنډ مهاله، منځمهاله او اوږدمهاله برخو وېشل شوی دی، د ګازو په سکتور کې د افغانستان پر ځان بساینه ده.
د افغانستان د ګازو د پراختیا ماسټر پلان د اسیا پراختیايي بانک په مالي مرسته او د فېشنر په نوم د یوې جرمني کمپنۍ له خوا جوړ شوی دی.
د دغه ماسټر پلان له مخې، ټاکل شوې چې افغانستان په راتلونکو شلو کلونو کې (۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۳۵) د ګازو په برخه کې پر ځان بسیا شي.
دا په افغانستان کې د انرژۍ د تولید د شل کلن ماسټر پلان یوه برخه ده چې پر طبیعي ګازو سربېره د انرژۍ نورې سرچینې هم په کې شاملې دي.
د انرژۍ د ماسټر پلان له مخې افغانستان به په راتلونکو شلو کلونو کې د انرژۍ په برخه کې د پر ځان بساینې او اقتصادي پراختیا له پاره له کورنیو او بهرنیو سرچینو څخه انرژي چمتو کوي.
اوبه، د ډبرو سکاره، ګاز او د تجدید وړ انرژي؛ له کورنیو طبیعي سرچینو څخه چمتو کېږي.
همدارنګه د انرژۍ د شل کلان ماسټر پلان پر بنسټ د سیمې له هېوادونو څخه د لوړ ولټاژ لرونکو برېښنايي مزو غځول د افغانستان د اړتیا وړ برېښنا د تامین په بهرنیو سرچینو کې راځي.
تر دې مخکې د «افغانستان د برېښنا ماسټر پلان» د اوبو او برېښنا وزارت له خوا د جرمني هېواد د فېشنر کمپنۍ په تخنیکي مرسته په ۱۳۹۱ کال کې بشپړ شو. د برېښنا د ماسټر پلان له مخې، افغانستان ټول ټال ۳۵۰۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري.
خو د ګازو ماسټر پلان چې د هېواد د انرژۍ د ماسټر پلان یوه برخه ده، تازه چمتو او تر تصویب وروسته به د عملي کېدو پړاو ته وړاندې شي. د کانونو وزارت ویاند محی الدین نوري وايي چې د وزارت مشرتابه تېره اوونۍ په دې اړه غونډه درلوده او د جرمني فېشنر کمپنۍ د ماسټر پلان د مسودې د بشپړېدو خبر ورکړ. نوموړي همیانۍ ورځپاڼې ته ویلي چې دغه مسوده به روانه اونۍ د اقتصاد عالي شورا ته د تصویب له پاره وړاندې شي.
نوموړي زیاته کړه، د فېشنر کمپنۍ څېړنې ښيي چې د هېواد په شمال کې د امو دریا او افغان-تاجک په حوزو کې د اوبلنو ګازو پراخې طبیعي زېرمې شتون لري. د ده په وینا، د افغانستان د ګازو ماسټر پلان د اسیا پراختیايي بانک په ۷۰۰ زره امریکايي ډالره لګښت باندې جوړ شوی دی.
نوري وویل: (( افغانستان کولی شي چې د دغه ماسټر پلان پر بنسټ له خپلو طبیعي سرچینو څخه د ګټې اخستنې ساحه پراخه کړي او په راتلونکو څو کلونو کې به له کورنیو سرچینو څخه د برېښنا په تولید او صنعیت کې کار واخستل شي.))
د کانونو او پټرولیم وزارت مخکنۍ سروې څرګندوي چې د افغان-تاجک او امو دریا په نفتي حوزو کې نږدې ۷۴ ملیارد متره مکعب اوبلن ګاز شتون لري.
دغه راز د کانونو وزارت خبر ورکوي چې په نږدې راتلونکې کې به د هلمند نفتي حوزې او د پکتیا په کټواز کې هم جیولوژیکي سروې پیل شي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې د دې سروې قرارداد به د ازادې داوطلبۍ له لارې یوه نړیوال معتبر شرکت ته ورکړل شي.منبع/ همیانۍ


