ads

د هند په سويلي ايالت كې د يو مندر دننه اورلګېدنه، ۱۰۲ مړه، له ۲۵۰ زيات ټپيان

د هند د سويلي ايالت كيراله په يو ښار كلم كې اور لګېدنې سل تنه وژلي او تر ۲۵۰ زيات ټپيان دي.هندي رسنۍ وايي، پېښه د كلم ښار په پراوور سيمه كې په پتنګل مندر كې رامنځته شوې چې ګڼ هندوان په كې د خپل نوي كال په وياړ جشن او اورلوبې ته راټول شوي […]

نویسنده: TKG
22 وری 1395
د هند په سويلي ايالت كې د يو مندر دننه اورلګېدنه، ۱۰۲ مړه، له ۲۵۰ زيات ټپيان

د هند د سويلي ايالت كيراله په يو ښار كلم كې اور لګېدنې سل تنه وژلي او تر ۲۵۰ زيات ټپيان دي.
هندي رسنۍ وايي، پېښه د كلم ښار په پراوور سيمه كې په پتنګل مندر كې رامنځته شوې چې ګڼ هندوان په كې د خپل نوي كال په وياړ جشن او اورلوبې ته راټول شوي وو.
امنيتي چارواكو ويلي، اور د پټاقيو د ناڅاپي چاودنې له كبله لګېدلى چې د سترګو په رپ كې يې ټول مندر د غرغرو خوراك شو.
دوى وايي، اور دومره تېز و چې د مندر تعمير يې رانړولى او د ۱۰۲ كسانو د مړينې تر څنګ له ۲۵۰ څخه زيات په كې ټپيان دي.

پوليسو ويلي، په كېراله ايالت كې يې ټولو روغتونونو ته د اضطراري حالت حكم كړى، خو د مړو شمېر تر دې هم زياتېداى شي ځكه ګڼ ټپيان په اندېښمنوونكي وضعيت كې شاوخوا روغتونونو كې پراته دي.
د كېرالې داخله وزير، په ټولو روغتونونو كې د ډاكټرانو رخصتۍ منسوخ كړي او رسنيو ته يې په خبرو كې د پېښې په اړه د څېړنو د پيل خبر وركړى دى.
د هند صدراعظم په دغه مندر كې د رامنځته شوې مرګ ژوبلې له كبله ژوره خواشيني ښودلې او ويلي يې دي دغه غم په الفاظو كې نه شي رانغاړلى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA