د كاپيسا ولايت يو شمېر امنيتي چارواكي د فساد په تور نيول شوي او د نورو پلټنو په هدف كابل ته رالېږدول شوي دي.
د کاپيسا د ولايتي شورا رئيس حسين سنجني كليد ته وويل، د پنجشبې په ورځ د کورنيو چارو وزارت له خوا رالېږل شوي يوه پلاوي د کاپيسا له امنيه قوماندانۍ ليدنه وکړه چې په پايله كې يې د قومندانۍ جنايي مدير، د لوژيستيک مدير، د تعميراتو امر او د کشف مدير د پلاوي له خوا په يو شمېر لوژيستيکي موادو او د تېلو په اخيستو کې په فساد تورن شوي دي او د څېړنې په هدف کابل ته را انتقال شوي دي. د كاپيسا ولايت يو شمېر امنيتي چارواكي د فساد په تور نيول شوي او د نورو پلټنو په هدف كابل ته رالېږدول شوي دي.
د کاپيسا د ولايتي شورا رئيس حسين سنجني كليد ته وويل، د پنجشبې په ورځ د کورنيو چارو وزارت له خوا رالېږل شوي يوه پلاوي د کاپيسا له امنيه قوماندانۍ ليدنه وکړه چې په پايله كې يې د قومندانۍ جنايي مدير، د لوژيستيک مدير، د تعميراتو امر او د کشف مدير د پلاوي له خوا په يو شمېر لوژيستيکي موادو او د تېلو په اخيستو کې په فساد تورن شوي دي او د څېړنې په هدف کابل ته را انتقال شوي دي.
خو د ولايتي شورا رئيس وايي، دغه ډول ادعا د امنيه قومندانۍ د نورو چارواكو په تړاو شتون نه لري: (( په ځينو كسانو اشتباه وه، د تحقيق لپاره يې كورنيو چارو وزارت ته وړي دي، هلته به څېړنې ترې كېږي، كه دوسيه يې پاكه راغله خوشې به شي كه نه مجرم به پېژندل كېږي.))
له بل لوري د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ چارواکو او د کاپيسا د والي وياند ددې قضيې په تړاو له خبرو كولو ډډه وكړه.
د دوى په خبره په دې تړاو ورسره هېڅ ډول معلومات نه دي شريك شوي.


