ads

د سيسي حكومت، تر حاكميت لاندې دوه جزيرې سعودي ته سپاري

اټکل کېږي، مصر به هغه دوه جزيرې سعودي عربستان ته وسپاري، چې د مصر تر حاکميت لاندې دي.وروسته له هغې، چې د مصر او سعودي عربستان ترمنځ د سمندري کرښو د ترسيم په اړه هوکړه وشوه او مصر له خپلو دوو جزيرو “صنافير او تيران” څخه صرف نظر کړى دى، د مصر د يو شمېر […]

نویسنده: TKG
22 وری 1395
د سيسي حكومت، تر حاكميت لاندې دوه جزيرې سعودي ته سپاري

اټکل کېږي، مصر به هغه دوه جزيرې سعودي عربستان ته وسپاري، چې د مصر تر حاکميت لاندې دي.
وروسته له هغې، چې د مصر او سعودي عربستان ترمنځ د سمندري کرښو د ترسيم په اړه هوکړه وشوه او مصر له خپلو دوو جزيرو “صنافير او تيران” څخه صرف نظر کړى دى، د مصر د يو شمېر خلکو غوسه يې راپارولې او دا يې د جمهور رئيس عبدالفتاح السيسي يو ډول په شاتګ بللى دى.
ټاکل شوې دغه هوکړه د مصر پارلمان ته هم وړاندې شي او داسې ګومان کېږي، چې پارلمان به ورته مثبته رايه ورکړي. اټکل کېږي، مصر به هغه دوه جزيرې سعودي عربستان ته وسپاري، چې د مصر تر حاکميت لاندې دي.
وروسته له هغې، چې د مصر او سعودي عربستان ترمنځ د سمندري کرښو د ترسيم په اړه هوکړه وشوه او مصر له خپلو دوو جزيرو “صنافير او تيران” څخه صرف نظر کړى دى، د مصر د يو شمېر خلکو غوسه يې راپارولې او دا يې د جمهور رئيس عبدالفتاح السيسي يو ډول په شاتګ بللى دى.
ټاکل شوې دغه هوکړه د مصر پارلمان ته هم وړاندې شي او داسې ګومان کېږي، چې پارلمان به ورته مثبته رايه ورکړي.
د مصر په پارلمان کې ډېرى استازي د جمهور رئيس عبدالفتاح السيسي پلويان بلل کېږي.
د يادې هوکړې د نورو جزياتو په اړه تراوسه د سعودي عربستان حکومت او مصري چارواکو څه نه دي ويلي.
مصر د سعودي عربستان يو نږدې ملګرى هېواد بلل کېږي، چې تېره مياشت سعودي پلاوي دغه هېواد ته سفر هم کړى و او په يو لړ مسايلو هوکړې ته سره رسېدلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA