ads

امريكا: پيونګ يانګ دې له توغنديزو ازموينو لاس واخلي

وروسته له هغې، چې پرون شمالي کوريا د لويې وچې ويشتونکى بالستيک توغندى وازمايه، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند مارک ټونر پيونګيانګ ته خبردارى ورکړى، چې له پاروونکو اقداماتو لاس واخلي.هغه ويلي، چې له شمالي کوريا غواړي د جنګ له ادبياتو  لاس په سر شي او نړيوالو قوانينو ته درناوى وکړي.بلخوا د شمالي […]

نویسنده: TKG
22 وری 1395
امريكا: پيونګ يانګ دې له توغنديزو ازموينو لاس واخلي

وروسته له هغې، چې پرون شمالي کوريا د لويې وچې ويشتونکى بالستيک توغندى وازمايه، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند مارک ټونر پيونګيانګ ته خبردارى ورکړى، چې له پاروونکو اقداماتو لاس واخلي.
هغه ويلي، چې له شمالي کوريا غواړي د جنګ له ادبياتو  لاس په سر شي او نړيوالو قوانينو ته درناوى وکړي.
بلخوا د شمالي کوريا رهبر کيم جونګ اون د ياد توغندي ازموينه د خپل هېواد يوه ستره لاسته راوړنه بللې او ويلي يې دي، چې دغه توغندى کولى شي امريکا هم په نښه کړي. وروسته له هغې، چې پرون شمالي کوريا د لويې وچې ويشتونکى بالستيک توغندى وازمايه، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند مارک ټونر پيونګيانګ ته خبردارى ورکړى، چې له پاروونکو اقداماتو لاس واخلي.
هغه ويلي، چې له شمالي کوريا غواړي د جنګ له ادبياتو  لاس په سر شي او نړيوالو قوانينو ته درناوى وکړي.
بلخوا د شمالي کوريا رهبر کيم جونګ اون د ياد توغندي ازموينه د خپل هېواد يوه ستره لاسته راوړنه بللې او ويلي يې دي، چې دغه توغندى کولى شي امريکا هم په نښه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم شمالي کوريا د اټومي، هايډروجني او بالستيک توغنديو ازمويلو سره د نړيوالو په تېره بيا د امريکا سخت غبرګون سره مخ شوې ده او په دغه هېواد يې د لا نورو بنديزونو لګولو وړانديز کړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA