په كندهار كې د زړه د ناروغيو د وقايې په اړه د جوړ شوي سمينار مسوولين وايي، هر كال په افغانتسان كې ۳۰ زره تنه د زړه د ناروغۍ له كبله خپل ژوند له لاسه وركوي.
د مالګې او غوړیو ډېر خوړل، کم فزیکي حرکات، تفریح نه کول، خواشیني او دې ته ورته نور هغه عوامل بلل کیږي چې انسان د زړه په ناروغۍ اخته کوي.
د دې ناروغۍ د مخنيو په خاطر كندهار كې د يو سمينار لپاره راټول شوي ډاكټران وايي، هڅه كوي په دې سمينار كې د زړه د ناروغۍ د مخنيوي لپاره په افغانستان كې يوه حل لاره راپيدا كړي. په كندهار كې د زړه د ناروغيو د وقايې په اړه د جوړ شوي سمينار مسوولين وايي، هر كال په افغانتسان كې ۳۰ زره تنه د زړه د ناروغۍ له كبله خپل ژوند له لاسه وركوي.
د مالګې او غوړیو ډېر خوړل، کم فزیکي حرکات، تفریح نه کول، خواشیني او دې ته ورته نور هغه عوامل بلل کیږي چې انسان د زړه په ناروغۍ اخته کوي.
د دې ناروغۍ د مخنيو په خاطر كندهار كې د يو سمينار لپاره راټول شوي ډاكټران وايي، هڅه كوي په دې سمينار كې د زړه د ناروغۍ د مخنيوي لپاره په افغانستان كې يوه حل لاره راپيدا كړي.
د كندهار پوهنتون د داخله څانګې مشر ډاكټر عبدالوحيد وثيق په دې اړه وايي: (( دلته د افغانستان نوموتي ډاكټران راغلي، د كابل نوموتي ډاكټران او د كندهار پوهنتون د طب پوهنځي استادان به دلته د زړه د ناروغيو په اړه خپل علمي پريزنټيشنونه وړاندې كوي، دا به دوه ورځې دوام وكړ.))
دا په داسې حال كې ده چې د نړۍ په کچه دا مهال ۱۷ ميليونه وګړي د زړه په ناروغۍ اخته دي چي هر کال يې اته ميليونه خپل ژوند له لاسه ورکوي.


