ولسي جرګې نن په خپله عمومي غونډه کې د رایو په اکثریت د کورنیو چارو وزیر او لویی څارنوال وټاکل.
د کورنیو چارو وزارت لپاره نوماند ډګر جنرال تاج محمد جاهد وکولی شول، چې له حاضرو ۲۲۵ غړو څخه د ۱۹۰ هغو د اعتماد رایه ترلاسه او د کورنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شو. ولسي جرګې نن په خپله عمومي غونډه کې د رایو په اکثریت د کورنیو چارو وزیر او لویی څارنوال وټاکل.
د کورنیو چارو وزارت لپاره نوماند ډګر جنرال تاج محمد جاهد وکولی شول، چې له حاضرو ۲۲۵ غړو څخه د ۱۹۰ هغو د اعتماد رایه ترلاسه او د کورنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شو.
دغه راز د لویې څارنوالۍ لپآره نوماند محمد فرید حمیدي هم وکولای شول، چې د ولسي جرګې له حاضرو غړو څخه د ۲۰۰ رایو په ترلاسه کولو لویې څارنوالۍ ته لار پيدا کړي.
تر رایې ورکولو وړاندې دواړو کاندید وزیرانو خپلې کاري برنامې وړاندې کړې، چې تر ډيره د ولسي جرګې د وکیلانو د تايید وړ وګرځيدې.


