نامعلومو وسله والو تېره شپه د هرات په شينډنډ ولسوالۍ كې شپږ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي كليد ته وويل، چې وسله وال كسان تر بريد وروسته له سيمې تښتېدلي دي.
د هغه په وينا، په دې پېښه كې دوه تنه وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
احمدي وايي، چې د سليمان په نوم په دې بريد كې وژل شوى كس په شينډنډ ولسوالۍ كې د يو طالب قوماندان پلار و نامعلومو وسله والو تېره شپه د هرات په شينډنډ ولسوالۍ كې شپږ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي كليد ته وويل، چې وسله وال كسان تر بريد وروسته له سيمې تښتېدلي دي.
د هغه په وينا، په دې پېښه كې دوه تنه وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
احمدي وايي، چې د سليمان په نوم په دې بريد كې وژل شوى كس په شينډنډ ولسوالۍ كې د يو طالب قوماندان پلار و: (( بيګا ماښام اووه بجې پېښه شوې ده، سليمان د ملا رسول زوى او عبيدالله ولد محمد انور وژل شوي، وكيل احمد، ناصر، خالق او يوه مېرمن بي بي جان ټپيان شوي دي. عبدالرحمن جومات سره پرې بريد شوى.))
د نوموړي په خبره، تراوسه د دې پېښې انګېزه نه ده معلومه، خو په اړه يې څېړنې روانې دي.
بلخوا د هرات د شينډنډ ولسوالۍ اوسېدونكي وايي، چې دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له كبله رامنځته شوې ده.


