دننګرهار امنیتي چارواکي وایي، پرون جمعه يې په ښیوې ولسوالۍ کې د یوې لويې چاودنې مخه ونیوله.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د ښیوې ولسوالۍ د غونډۍ کلي په مرکزي جومات کې د جمعې د لمانځه پرمهال له چاودیدونکو توکو ډکه ګاز ډبه ځای پر ځای شوې وه، چې تر چاودنې وړاندې د امنیتي منسوبینو له لورې کشف او سلګونه لمونځ کوونکو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو مخنیوی وشو. دننګرهار امنیتي چارواکي وایي، پرون جمعه يې په ښیوې ولسوالۍ کې د یوې لويې چاودنې مخه ونیوله.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د ښیوې ولسوالۍ د غونډۍ کلي په مرکزي جومات کې د جمعې د لمانځه پرمهال له چاودیدونکو توکو ډکه ګاز ډبه ځای پر ځای شوې وه، چې تر چاودنې وړاندې د امنیتي منسوبینو له لورې کشف او سلګونه لمونځ کوونکو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو مخنیوی وشو.
په خبره پاڼه کې د ننګرهار والي له قوله ویل شوې، چې نوموړي د دغې لويې چاودنې د مخنيوي په اړه د امنیتي ځواکونو هڅې ستایلې دي.
سرچینه وایي، په دغه جومات کې هیڅ دولتي کارمند نه و او ټول لمونځ کوونکي ولسي وګړي وو.
تر اوسه كومې ډلې د دغې ناكام بريد د پلان په اړه څه نه دي ويلي، خو د ننګرهار په ښیوې ولسوالۍ کې د یوې لويې چاودنې مخنيوی په داسې حال کې کیږي، چې تېره اونۍ د همدغې ولسوالۍ په سرجل سیمه کې د یوه کور په حجره کې د ځای پر ځاى شوي ماین د چاودنې له امله ۱۲ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.


