د افغانستان د ۳۵ كلنې جګړې تراژيدي، هومره ژړوونكې او له درده ډکه ده چې د تېرو جګړو څخه پر ځاى پاتې ماينونه او ناچاوده توکي اوس هم هره میاشت شاوخوا ۱۱۲بې ګناه او بې وزله افغانانو ته مرګ ژوبله اړوي.
افغانستان د انسان ضد ماینونو د مخنیوي د کنوانسیون په لاسلیکولو سره ژمنه کړې چې تر ۲۰۲۳ میلادي کاله پورې د هېواد ټولې برخې له ماینونو پاکې کړي. ویل کېږي چې دې هدف ته د رسېدو له پاره تر ۵۲۰ ملیونه ډېرو ډالرو ته اړتیا ده. خو له نږدې درېيو کلونو راهیسې د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام له مالي ستونزو سره مخ دی او ښايي تر ۲۰۲۳ میلادي کاله پورې دغه هدف ته ونه رسېږي. د افغانستان د ۳۵ كلنې جګړې تراژيدي، هومره ژړوونكې او له درده ډکه ده چې د تېرو جګړو څخه پر ځاى پاتې ماينونه او ناچاوده توکي اوس هم هره میاشت شاوخوا ۱۱۲بې ګناه او بې وزله افغانانو ته مرګ ژوبله اړوي.
افغانستان د انسان ضد ماینونو د مخنیوي د کنوانسیون په لاسلیکولو سره ژمنه کړې چې تر ۲۰۲۳ میلادي کاله پورې د هېواد ټولې برخې له ماینونو پاکې کړي. ویل کېږي چې دې هدف ته د رسېدو له پاره تر ۵۲۰ ملیونه ډېرو ډالرو ته اړتیا ده. خو له نږدې درېيو کلونو راهیسې د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام له مالي ستونزو سره مخ دی او ښايي تر ۲۰۲۳ میلادي کاله پورې دغه هدف ته ونه رسېږي.
د اوتاوا د تړون له مخې، افغانستان بايد د ٢٠١٣ کال د مارچ تر مياشتې له ماينونو څخه پاک شوی وای، خو هغه مهال هم مالي ستونزو دا پروسه وځنډوله او پرېکړه وشوه چې تر ۲۰۲۳ میلادي کاله دې دا چاره بشپړه شي.
د ماين پاکۍ پروګرام د لومړي ځل له پاره په ١٩٨٩ میلادي کال په افغانستان کې پيل شوى او په شاوخوا تېرو څه باندې درې لسیزو کې په ٢٧١٠ کليو او ١١٧ ولسواليو کې له ١٩ مليونه ډېر ډول ډول ماينونه کشف او له منځه وړل شوي دي. همدارنګه په دغه موده کې د ماين پاکولو پر مهال شاوخوا زر ماين پاکانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه راز ٥٦٥ ماين پاکوونکي تښتول شوي چې په پای کې د قومي مشرانو په منځګړتوب پرېښودل شوي دي.
د ماین پاکۍ ادارې وروستي معلومات ښيي چې دم ګړۍ د هېواد په ٤٢٠٠ بېلابېلو سيمو کې له ٦١١ کيلومتره مربع مساحت سره په ١٥٧٠ کیلو متره سيمه کې ماينونه ځاى پر ځاى دي.
د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له خوا د وړاندې شویو شمېرو له مخې ویلای شو چې په اوس وخت کې د ټول هېواد په کچه تر ۱۰۰ زره ډېر معلولين له دوی سره ثبت دي چې له دې ډلې ۸۰ په سلو کې یې په جګړه کې معلول شوي دي؛ یعنې د هېواد ۲ اعشاريه ۲ په سلو کې نفوس معلولين تشکیلوي. د دغو معلولینو ۴۱ په سلو کې ښځې او ۵۱ په سلو کې نارینه دي. سروې ګانو ښيي چې په هرو پنځو کورنيو کې يو تن معلول دی او څرګنده شوې چې په ښارونو کې نظر کليو ته معلولين ډېر دي. د بېلګې په توګه د کابل ښار په سلو کې له ۳ اعشاريه ۶ څخه تر ۳ اعشاريه ۹ پورې نفوس، معلولين دي چې ډېریو يې د ماينونو او ناچاودېدونکو توکو له کبله د بدن یو غړی له لاسه ورکړی دی.
خو پوښتنه دا ده چې دا دومره ماینونه چا وکرل؟ د افغانستان د ماین پاکۍ د همغږۍ د معلوماتو مرکز څېړنې ثابتوي چې د ماین اېښودنې لړۍ په لومړي ځل په ۱۹۷۹میلادي کال، هغه وخت چې روسانو پر افغانستان یرغل کړی و، پیل او تر اوسه جاري ساتل شوې ده. روسانو به د ځانونو د خوندي کولو له پاره د خپلو پوځي مراکزو په شاوخوا کې ماینونه اېښودل چې د مجاهدینو له حملو په څنګ وي. د روسانو تر وتلو وروسته د ډاکټر نجیب د حکومت په دوره کې هم دا لړۍ جاري وساتل شوه او د پوځي پوستو او مراکزو په شاوخوا کې ډېر شپونکي او مالداران د څارویو د پولو پرمهال د ماینونو ښکار شول.
همداراز په دغې ورانوونکې جګړه کې مجاهدینو هم خپله برخه کړې ده. مجاهدینو د دې له پاره چې کلیو ته د روسانو او افغان پوځیانو د ټانکونو د ورتګ مخه نیولي وي، ځای ځای ماینونه اېښودل. راپورونه ښيي چې د طالبانو په وخت کې چې د شمال له متحدې جبهې سره جګړه روانه وه، نور ماینونه هم کرل شوي. کله چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د طالبانو واکمني د امریکايي الوتکو د بمبارونو له کبله نسکوره شوه، په ډېرو پوځي مراکزو او نورو ځایونو کې ناچاودي انفجاري توکي پرځای پاتې شول. تر دغه سقوط وروسته چې په افغانستان کې نوی سیاسي جوړښت تجربه شو، طالبانو یو ځل بیا سرونه راپورته کړل او جګړې چریکي حالت غوره کړ او د ماینونو اېښودلو لړۍ بیا شدت وموند. خو تر ټولو زیات ماینونه چې د ماین پاکۍ ادارې یې هم پخلی کوي د روسانو د اشغال په کلونو کې اېښودل شوي او حتي د سیمو نقشې یې هم په لاس کې نشته. منتقدین وايي تر هغه چې د ماین پاکۍ پروسه د یوې منظمې نقشې له مخې ترسره نشي، ناشوني ده چې افغانستان په بشپړ ډول د ماینونو له خطر څخه وغورل شي.


