ads

غني: وارسا او بروكسل كنفرانسونو ته خپلې لاسته راوړنې وړاندې كوو

جمهور رئیس غني د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي سره په کتنه کې ټینګار وکړ، چې د وارسا او بروکسل کنفرانسونو کې به د حکومت لاسته راوړنې بیان کړي.د ارګ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو […]

نویسنده: TKG
21 وری 1395
غني: وارسا او بروكسل كنفرانسونو ته خپلې لاسته راوړنې وړاندې كوو

جمهور رئیس غني د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي سره په کتنه کې ټینګار وکړ، چې د وارسا او بروکسل کنفرانسونو کې به د حکومت لاسته راوړنې بیان کړي.
د ارګ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي ریچارډ اولسن سره وکتل. جمهور رئیس غني د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي سره په کتنه کې ټینګار وکړ، چې د وارسا او بروکسل کنفرانسونو کې به د حکومت لاسته راوړنې بیان کړي.
د ارګ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي ریچارډ اولسن سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لوریو د دوه اړخیز کمیسیون د تیاریو، سیمه ییزو موضوعاتو، د امنیتي همکاریو د څرنګوالي، سولې پروسې او د وارسا او بروکسل ناستو د جوړېدلو په هکله خبرې وکړې.
جمهور رئیس د امریکا متحده ایالاتو فعال حضور او له افغانستان سره د هغه هېواد له نظامي همکاریو او همدارنګه د وارسا او بروکسل په ناستو کې له افغانستان سره د نړیوالو اقتصادي او نظامي همکاریو په خاطر د نړیوالو د توجه د جلبولو له امله له هغوی څخه مننه وکړه.
غني ټینګار وکړ، د افغانستان حکومت  به د وارسا او بروکسل په ناستو کې د پلانونو او برنامو د مطرح کولو تر څنګ د حکومت لاسته راوړنې هم له نړیوالو شریکانو سره شریکې کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA