ads

زابل كې د بادام ګل مشاعره په درز كې تېره شوه

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ چارواكي وايي، سږ كال يې په دغه ولايت كې د بادام ګل مشاعره تر نورو كلونو ښه په درز كې ونمانځله.چارواكي وايي، دا وار مشاعرې ته نه يوازې د  هېواد له ګوټ ګوټ بلكې د ډيورنډ له هغې غاړې چمن، پښين او كويټې څخه هم ګڼ مېلمانه شاعران او […]

نویسنده: TKG
21 وری 1395
زابل كې د بادام ګل مشاعره په درز كې تېره شوه

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ چارواكي وايي، سږ كال يې په دغه ولايت كې د بادام ګل مشاعره تر نورو كلونو ښه په درز كې ونمانځله.
چارواكي وايي، دا وار مشاعرې ته نه يوازې د  هېواد له ګوټ ګوټ بلكې د ډيورنډ له هغې غاړې چمن، پښين او كويټې څخه هم ګڼ مېلمانه شاعران او ليكوالان راغلي وو. د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ چارواكي وايي، سږ كال يې په دغه ولايت كې د بادام ګل مشاعره تر نورو كلونو ښه په درز كې ونمانځله.
چارواكي وايي، دا وار مشاعرې ته نه يوازې د  هېواد له ګوټ ګوټ بلكې د ډيورنډ له هغې غاړې چمن، پښين او كويټې څخه هم ګڼ مېلمانه شاعران او ليكوالان راغلي وو.
د زابل د اطلاعاتواو فرهنګ رئيس نجيب الله لودين په دې اړه وايي، سږنۍ مشاعره د والي بسم الله افغانمل په هدايت او مالي لګښت ډېره ښه ترسره شوه او له كوزې پښتونخوا څخه ورته ګڼ شاعران رابلل شوي وو.
د لودين په خبره، د بادام ګل مشاعره له تېرو دولسو كلونو راهيسې په پرله پسې ډول ترسره كوي او دا وار هم د بادام له ګل غوړېدو سره سمه جوړه شوه.
د زابل ولايت ليکوالان او شاعران له دولت څخه غوښتنه کوي چې د دې ولايت لپاره په فرهنګي برخه کې لا زيات کار وکړي تر څو دلته پټ استعدادونه را برسېره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA