ads

د مثبت بدلون لپاره هڅې

له ستونزو سره لاس او ګرېوان افغان ښځې د خپل کورني اقتصادي وضعيت د ښه کېدو لپاره شپه او ورځ هڅې کوي.د این اي آی موسسه د جنوبي کوریا په مالي ملاتړ او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په څارنه له تېرو دولسو کلونو را په دې خوا په افغانستان کې د سویابینو […]

نویسنده: TKG
21 وری 1395
د مثبت بدلون لپاره هڅې

له ستونزو سره لاس او ګرېوان افغان ښځې د خپل کورني اقتصادي وضعيت د ښه کېدو لپاره شپه او ورځ هڅې کوي.
د این اي آی موسسه د جنوبي کوریا په مالي ملاتړ او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په څارنه له تېرو دولسو کلونو را په دې خوا په افغانستان کې د سویابینو د کښت رواجولو لپاره کار کوي.
د هېواد په بېلابېلو سيمو كې له سويابينو د توليدېدونكو موادو ۷ فابریکې د يادې موسسې په چوکاټ کې فعالیت لري.
د این اي آی موسسې اجرایوي مشر بصیر فراهي وایي، د افغانستان په څېر یوه هېواد کې چې نږدې ۴۱ فيصده ماشومان په كې له خوارځواکۍ نه کړېږي، د سویابینو د کښت رواجول ډېر اهمیت لري: “ځکه چې سویابین ډېر پروټین لري چې د خوارځواکۍ په مخنیوي کې په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې مرسته کولای شي.” له ستونزو سره لاس او ګرېوان افغان ښځې د خپل کورني اقتصادي وضعيت د ښه کېدو لپاره شپه او ورځ هڅې کوي.
د این اي آی موسسه د جنوبي کوریا په مالي ملاتړ او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په څارنه له تېرو دولسو کلونو را په دې خوا په افغانستان کې د سویابینو د کښت رواجولو لپاره کار کوي.
د هېواد په بېلابېلو سيمو كې له سويابينو د توليدېدونكو موادو ۷ فابریکې د يادې موسسې په چوکاټ کې فعالیت لري.
د این اي آی موسسې اجرایوي مشر بصیر فراهي وایي، د افغانستان په څېر یوه هېواد کې چې نږدې ۴۱ فيصده ماشومان په كې له خوارځواکۍ نه کړېږي، د سویابینو د کښت رواجول ډېر اهمیت لري: “ځکه چې سویابین ډېر پروټین لري چې د خوارځواکۍ په مخنیوي کې په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې مرسته کولای شي.”
د دې موسسې د بازار موندنې مشر میرویس مقصودي وايي، په دغه موسسه کې ۲۵۰ تنه په کار بوخت دي چې ۲۶ فيصده یې ښځې جوړوي.
ملالۍ چې د شپږو بچو مور هم ده، د سویابینو د پاکولو په برخه كې د سهار له اتو بجو د مازیګر تر څلورو بجو پورې په کار بوخته وي.
هغه وايي: “په ژوند کې له ډېرو ستونزو سره مخ يم، خاوند مې ناروغه دى آن د درملنې پیسې یې هم نلرم، کومې پیسې چې دلته لاسته راوړم ایله مې د ماشومانو د زده کړو او د کور د لګښت لپاره بسنه کوي.”
د نوموړې په اند په ژوند كې د مثبت بدلون د رامنځته كولو لپاره هڅو ته اړتيا ده.
د این اي آی موسسې په بله برخه کې بیا ګڼ ښځینه او نارینه کار کوونکي په ګډه کار کوي او خوندورې کلچې پخوي.
نازیې چې له سویابینو څخه پخې شوې کلچې يې په سپین رنګه پلاستیکونو کې بسته بندي کولې وویل: “نهه کاله کېږي چې په همدې موسسې کې کار کوم او له کله نه چې په دې ځای کې په کار بوخته يم، په ژوند کې مې ډېر بدلون راغلی دی.”
د يادې موسسې یوه بله کار کوونکې شهلا ده چې خورا ډېره ستړیا په ځان تېروي، ترڅو د خپلې کونډې خور ماشومان ماړه او د کور اړتیاوې یې ورته پوره کړي.
ځوانې شهلا چې سترګو یې له ورایه له دردونو او غمونو ډکه کیسه بیانوله وویل: “خور ته مې د خاوند کورنۍ د کار کولو اجازه نه ورکوي، هغې ته ډېره ځورېږم، نو له همدې کبله اړه شوم چې كار وكړم او هغې ته د ژوند لګښت برابر كړم.”
د این اي آی موسسې لخوا جوړې شوې اووه فابريكې د سویابینو غوړي او لبنیات تولیدوي او زيات شمېر ښځې په كې په كار بوختې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA