نن سهار اته بجې د کابل – جلال اباد لویې لارې په اوږدو کې د لغمان ولایت اړوند سيمه كې، سیند ته د یوه موټر د پریوتلو له امله دوه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک کلید ته وویل، د کابل ـ جلال اباد په لویه لاره د لغمان ولایت اړوند وریښمین تنګي سیمه کې یو مارسیډیز موټر د ګړندي تګ له امله سیند ته غورځېدلی، چې یو تن په کې مړ شوی او یو تن یې ټپي دی. نن سهار اته بجې د کابل – جلال اباد لویې لارې په اوږدو کې د لغمان ولایت اړوند سيمه كې، سیند ته د یوه موټر د پریوتلو له امله دوه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک کلید ته وویل، د کابل ـ جلال اباد په لویه لاره د لغمان ولایت اړوند وریښمین تنګي سیمه کې یو مارسیډیز موټر د ګړندي تګ له امله سیند ته غورځېدلی، چې یو تن په کې مړ شوی او یو تن یې ټپي دی.
ځواک وایي، جسد او ټپي، دواړه د لغمان د کاکڅ روغتیایي مرکز ته وړل شوي دي.
د کابل ـ جلال اباد په لویه لاره دغه مرګ ژوبله په داسې حال کې اوړي، چې ډېر کله په دغه لاره د موټر چلوونکو د ګړندي تګ له امله په ورته پیښو کې لسګونه مسافرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.


