د خوست د اسمعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ لسګونو قومي مشرانو نن د یوې غونډې پرمهال له امنیتي ځواکونو په ځانګړې ډول پولیسو څخه هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ.
د ملاتړ یاده غونډه د خوست په امنیه قوماندانۍ کې جوړه شوې وه، چې د اسمعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ لسګونو قومي مشرانو، ځوانانو، سوداګرو او مدني فعالانو په کې برخه اخیستې وه.
د خوست د اسمعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ قومي مشر جنرال ګل نواز د ملي وحدت له حکومت څخه کلک ملاتړ وکړ او په اوسنیو حالاتو کې یې ملي یووالی مهم وباله.

نوموړي پخ خوست کې امنیتي ځواکونو ته ډاډ ورکړ، چې د ولسوالۍ ټول ځوانان یې په خدمت کې دي او دې ته تیار دي، چې په خپلو امکاناتو د خوست په هره سیمه کې امینت تامین کړې.
د نورو ګڼو ویناوالو ترڅنګ د خوست د اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ ولسوال محمد یونس ځدراڼ له امنیه قوماندان څخه وغوښتل، چې د پولیسو اصلاحاتو او یو شمېر ناامنو سیمو ته لا پام زیات کړې.
بلخوا د خوست امنیتي چارواکې هم وایې، له دوی سره تل ولس د امنیت په ټینګښت کې مرسته کړې او د دوی کار یې څه نا څه اسان کړی دی.
د خوست امنیه قوماندان جنرال فیض الله غیرت همدې ټكي ته په اشاره وايي، د ولس په مرسته خوست کې اوس د پخوا په پرتله امنیتي وضعیت ښه شوی دی.
د غونډې په پای کې خوست امنیه قوماندان جنرال فیض الله غیرت ته د ده کړیو کارونو له امله د سرو زرو مډال هم ورکړل شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ