د امريكا د بهرنيو چارو وزير كابل ته د خپل سفر پر مهال له جمهور رئيس سره په ګډ خبري كانفرانس كې ټينګار وكړ، چې د ملي يووالي حكومت هوكړه ليك د پنځو كلونو لپاره دى او د لويې جرګې رابلل او په اساسي قانون كې بدلون د جمهور رئيس اشرف غني او اجرايه رئيس عبدالله عبدالله اړوند دي چې څه ډول چلند ورسره كوي.

له بل لوري جان كري په دغه ناسته كې وويل، چې د افغانستان حكومت د اساسي قانون پر بنسټ او د تېرو كلونو لاسته راوړنو د ساتنې په صورت كې سولې ته ژمن دى.
نوموړي ټينګار وكړ چې، طالبان كولاى شي اساسي قانون ته په درناوي او د تاوتريخوالي په پرېښودو سره له افغان حكومت سره يو ځاى شي.
دا په داسې حال كې ده چې د لويې جرګې رابلل او په ټاكنيز نظام كې اصلاحات د ملي يووالي حكومت د سياسي هوكره ليك اساسي برخې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ