ads

جان كري د حكومت د مشرانو تر منځ پر همغږۍ ټينګار وكړ

د امريكې د بهرنيو چارو وزير جان كيري وايي، د ملي يووالي حكومت مشران بايد خپلمنځي اختلافات له منځه يوسي او په ګډه كار وكړي.جان كېري چې نن د كابل او واشنګټن تر منځ د امنيتي تړون د ارزونې په غونډه كې د ګډون په هدف كابل ته راغلى وو،  د افغانستان د بهرنيو چارو […]

نویسنده: TKG
21 وری 1395
جان كري د حكومت د مشرانو تر منځ پر همغږۍ ټينګار وكړ

د امريكې د بهرنيو چارو وزير جان كيري وايي، د ملي يووالي حكومت مشران بايد خپلمنځي اختلافات له منځه يوسي او په ګډه كار وكړي.
جان كېري چې نن د كابل او واشنګټن تر منځ د امنيتي تړون د ارزونې په غونډه كې د ګډون په هدف كابل ته راغلى وو،  د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير صلاح الدين رباني سره يو ځاى يې خبري غونډې ته وويل چې د ملي يووالي حكومت دواړه مشران د خپلمنځي اختلافاتو په له منځه وړلو باور لري.

نوموړى زياتوي، له جمهور رئيس غني او اجرايه رئيس ډاكټر عبدالله سره يې په ټاكنيز نظام كې پر اصلاحاتو هم خبرې وكړې او دواړه مشران په ټاكنيز نظام كې اصلاحاتو ته ژمن دي.
د نوموړي په خبره، ښه حكومتولي مهمه ده څو پر حكومت د خلكو باور رامنځته شي.
جان كري دغه راز ټينګار وكړ چې ځيني اړخونه غواړي په افغانستان كې د شته پرمختګونو مخه ونيسي، خو د نوموړي په خبره دوى بايد متوجه ووسي څو دغه پرمختګونه ضايع نه شي. نوموړي دغه راز ټينګار وكړ چې نړيواله ټولنه د افغان حكومت مشران او د امريكې استازي به په وارسا غونډه كې د افغان ځواكونو پر اړتياوو او پراختيايي موضوعاتو بحث او خبرې اترې وكړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA