ads

تېر كال په كندهار كې۳۶۰ ماشومان په تلسېميا اخته شوي

د كندهار د ميرويس روغتون سرچينې وايي، تېر كال ورسره په دغه ولايت كې ۳۶۰ د تليسيما ناروغ ماشومان ثبت شوي دي.د دې روغتون د كوچنيانو د څانګې مسوول ډاكټر محمدصديق وايي، دوى توانېدلى چې دغو ماشومانو ته تازه وينه وركړي: (( دا یوه د وینې ماتیدونکې ناروغي ده او د ناروغ په بدن کې […]

نویسنده: TKG
21 وری 1395
تېر كال په كندهار كې۳۶۰ ماشومان په تلسېميا اخته شوي

د كندهار د ميرويس روغتون سرچينې وايي، تېر كال ورسره په دغه ولايت كې ۳۶۰ د تليسيما ناروغ ماشومان ثبت شوي دي.
د دې روغتون د كوچنيانو د څانګې مسوول ډاكټر محمدصديق وايي، دوى توانېدلى چې دغو ماشومانو ته تازه وينه وركړي: (( دا یوه د وینې ماتیدونکې ناروغي ده او د ناروغ په بدن کې وینه كموي. په تېر کال موږ ته ۳۶۰ ماشومان راوړل شوي دي. د دې ناروغۍ بشپړ علاج نشته ولې موږ د تازه ویني په ورکړې سره د ناروغ عمر اوږدولای شو.)) د كندهار د ميرويس روغتون سرچينې وايي، تېر كال ورسره په دغه ولايت كې ۳۶۰ د تليسيما ناروغ ماشومان ثبت شوي دي.
د دې روغتون د كوچنيانو د څانګې مسوول ډاكټر محمدصديق وايي، دوى توانېدلى چې دغو ماشومانو ته تازه وينه وركړي: (( دا یوه د وینې ماتیدونکې ناروغي ده او د ناروغ په بدن کې وینه كموي. په تېر کال موږ ته ۳۶۰ ماشومان راوړل شوي دي. د دې ناروغۍ بشپړ علاج نشته ولې موږ د تازه ویني په ورکړې سره د ناروغ عمر اوږدولای شو.))
دا په داسې حال كې ده چې په دې وروستيو كې دكندهار اكثره ځوانان په ډېره ليوالتيا د ميرويس حوزوي روغتون سره د وينې د خيرات مرسته كوي.
د میرویس روغتون د امام حسین (رض) د وینې د بانک مسئوولین وايي، هره ورځ له تر شلو پورې ځوانان دغه بانک ته راځي او خپله وینه ورکوي، همدا وجه ده چې له تېرو څو مياشتو راهيسې بانك د وينې له كمښت سره نه دى مخ شوى.
تلسېمیا د وینې د خرابوالي هغه ارثي وژونکي ناروغي ده چې ناروغ شخص په هرو درو میاشتو کې د زړې ویني بدلون ته اړتیا لري.
که څه هم د دغي ناروغۍ بشپړه درملنه تر اوسه نه ده شوې خو اوسنۍ طبي هڅې کولای شي تر څو کلونو د ناروغ د ژوندي ساتلو په برخه کې مرسته وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA