ads

ايټاليا له مصر څخه خپل سفير ورغوښتى

ايټاليا له مصر څخه خپل سفير پرون وروسته له هغې ور وغوښت، چې په مصر کې د يو ايټالوي محصل د وژلو په قضيه کې کوم پرمختګ تر سترګو نه شو او نه هم د مصري چارواکو لخوا د هغه قاتلين ونيول شول.د فرانسې خبري اژانس ويلي، ايټاليا دغه ګام وروسته له هغې واخيست، چې […]

نویسنده: TKG
21 وری 1395
ايټاليا له مصر څخه خپل سفير ورغوښتى

ايټاليا له مصر څخه خپل سفير پرون وروسته له هغې ور وغوښت، چې په مصر کې د يو ايټالوي محصل د وژلو په قضيه کې کوم پرمختګ تر سترګو نه شو او نه هم د مصري چارواکو لخوا د هغه قاتلين ونيول شول.
د فرانسې خبري اژانس ويلي، ايټاليا دغه ګام وروسته له هغې واخيست، چې دوه ورځې وړاندې د ايټالوي محصل د وژلو په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ کمولو په هدف مذاکرات بې پايلې پاى ته ورسېدل. ايټاليا له مصر څخه خپل سفير پرون وروسته له هغې ور وغوښت، چې په مصر کې د يو ايټالوي محصل د وژلو په قضيه کې کوم پرمختګ تر سترګو نه شو او نه هم د مصري چارواکو لخوا د هغه قاتلين ونيول شول.
د فرانسې خبري اژانس ويلي، ايټاليا دغه ګام وروسته له هغې واخيست، چې دوه ورځې وړاندې د ايټالوي محصل د وژلو په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ کمولو په هدف مذاکرات بې پايلې پاى ته ورسېدل.
شپږويشت کلن رجني، چې يو ايټالوى محصل و، د مارچ مياشتې په شلمه نېټه د نامعلومو وسله والو لخوا تر تښتول کېدو يوه اونۍ وروسته يې مړى د قاهرې پر اسکندريه سړک وموندل شو.
د نوموړي پر جسد د شکنجې نښې هم ليدل شوې دي.
د بشري حقونو ډلو ويلي، چې دغه محصل د مصر د امنيتي ځواکونو لخوا شکنجه شوى او وروسته په مرموز ډول وژل شوى دى، خو مصري حکومت دغه ادعا رد کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA