ads

د ښاري پراختيا وزير خوست ته سفر وكړ

د هیواد د ښاري پراختيا وزير د يوه پلاوي په مشرۍ خوست ته تللى، چې د دې ولايت د ښار ستونزې وارزوي او د قانوني ښارګوټو د جوړولو په لارو چارو وغږيږي. نوموړى په دې ولايت کې په تجارتي او استوګنيزو ځايونو د خلکو ستره پانګونه وستايله، خو ويې ويل، چې حکومت تر اوسه د […]

نویسنده: TKG
20 وری 1395
د ښاري پراختيا وزير خوست ته سفر وكړ

د هیواد د ښاري پراختيا وزير د يوه پلاوي په مشرۍ خوست ته تللى، چې د دې ولايت د ښار ستونزې وارزوي او د قانوني ښارګوټو د جوړولو په لارو چارو وغږيږي.

نوموړى په دې ولايت کې په تجارتي او استوګنيزو ځايونو د خلکو ستره پانګونه وستايله، خو ويې ويل، چې حکومت تر اوسه د خوست ښار لپاره هيڅ ماسټر پلان نه لري.

هغه وايي، په نږدې راتلوونکي کې د خوست ښار لپاره منظم پلان جوړوي، د کاناليزسيون او اوبو رسولو په سيستم به ورته کار وکړي.
د ښاري پراختيا وزير په خوست کې د ښوونکو لپاره د څلور ښارګوټو د منظورۍ خبر ورکړ.
نوموړى د دې ترڅنګ وايي، د خوست ښار په لويديځه برخه کې په ١۰۷ جريبه ځمکه د استوګنې د بلند منزلو چارې نهايي شوي او له خوستي سوداګرو يې وغوښتل، چې په دې ستره پروژه پانګونه وکړي.
د خوست والي وايي، د خوست ښار اوسنۍ بڼه د انديښنې وړ ده او د دې لپاره اساسي کار ته اړتيا ده. نوموړي د ښاري پراختيا له وزير وغوښتل، چې د خوست ښار د پراختيا لپاره داسې يو پلان جوړ کړي، چې تر راتلونکو پنځوس کلونو د ګټې اخيستنې وړ وي.
د ښاري پراختيا وزير وايي، د هېواد بېلابېلو ولايتونو ته سفرونه کوي، څو ښارونو ته منظمه پراختيا ورکړي او د استووګنې قانوني ښارګوټو جوړولو ته زمينه برابره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA