د ټولنيز عدالت مدني جنبش د ملي يووالي له حكومت غوښتنه كوي، چې په دولتي بنسټونو كې اداري فساد له منځه يوسي او په دې برخه كې د پام وړ ګامونه واخلي.
د دغه ادارې رئيس احمد ذكي د جمهور رئيس پر مشرۍ د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د عالي شورا له جوړېدو د ملاتړ تر څنګ ټينګار وكړ، چې دغه شورا بايد له هر ډول، قومي، سياسي او ژبنيو تعصبونو پرته كار وكړي او پايلې يې له خلكو او رسنيو سره شريكې كړي.

له بل لوري ددغه جنبش غړى عين الدين بېګ ټينګار كوي چې د دغه شورا په جوړېدو سره بايد ټولې هغه موازي ادارې له منځه يووړل شي چې له اداري فساد سره د مبارزې په هدف رامنځته شوې دي.
نوموړى زياتوي چې بايد دغه شورا د اداري فساد په برخه كې ټولو هغو دوسيو ته بې له توپيره ورسېږي چې د پخواني جمهور رئيس حامد كرزي او اوسني حكومت پر وخت رامنځته شوې دي.
دا په داسې حال كې ده چې له ۱۳ كلونو حكومتولۍ وروسته هم افغانستان له سوماليا او شمالي كوريا وروسته په فساد كې دويم ځاى لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ