ads

غني د ولسواليو ملي امنيت مديرانو ته، بايد دقيق شئ او تعرض وكړئ

جمهور رئيس غني د يوولس ولايتونو د ولسواليو له ملي امنيت مديرانو سره په كتنه كې ويلي د دښمن په زړه كې د وېرې اچولو لپاره بايد تعرضي حالت اختيار كړي. دا كتنه چې بيګا مازيګر د  بدخشان، نيمروز، فارياب، دايکنډي، نورستان، تخار، فراه، هرات، کندز، غزني او پکتيکا ولايتونو د ولسواليو د ملي امنيت […]

نویسنده: TKG
19 وری 1395
غني د ولسواليو ملي امنيت مديرانو ته، بايد دقيق شئ او تعرض وكړئ

جمهور رئيس غني د يوولس ولايتونو د ولسواليو له ملي امنيت مديرانو سره په كتنه كې ويلي د دښمن په زړه كې د وېرې اچولو لپاره بايد تعرضي حالت اختيار كړي.
دا كتنه چې بيګا مازيګر د  بدخشان، نيمروز، فارياب، دايکنډي، نورستان، تخار، فراه، هرات، کندز، غزني او پکتيکا ولايتونو د ولسواليو د ملي امنيت مديرانو سره برابره شوې وه.
په ليدنه كې چې د ملي امنيت مرستيال اديب فهيم هم ګډوند درلود، امنيت مديرانو په ولسواليو کې د ملي امنيت د ودانيو د نشتوالي، تخنيکي وسايلو او د ملي امنيت د منسوبينو د تجهيز او تمويل په هکله جمهور رئيس ته خپل وړانديزونه وکړل. جمهور رئيس غني د يوولس ولايتونو د ولسواليو له ملي امنيت مديرانو سره په كتنه كې ويلي د دښمن په زړه كې د وېرې اچولو لپاره بايد تعرضي حالت اختيار كړي.
دا كتنه چې بيګا مازيګر د  بدخشان، نيمروز، فارياب، دايکنډي، نورستان، تخار، فراه، هرات، کندز، غزني او پکتيکا ولايتونو د ولسواليو د ملي امنيت مديرانو سره برابره شوې وه.
په ليدنه كې چې د ملي امنيت مرستيال اديب فهيم هم ګډوند درلود، امنيت مديرانو په ولسواليو کې د ملي امنيت د ودانيو د نشتوالي، تخنيکي وسايلو او د ملي امنيت د منسوبينو د تجهيز او تمويل په هکله جمهور رئيس ته خپل وړانديزونه وکړل.
جمهور رئيس غني د هغوي د معلوماتو له اورېدلو وروسته وويل،  د هېواد ثبات په سرحدي ولسواليو پورې تړلي او په دې په برخه کې  د ولسواليو د ملي امنيت مديريتونو رول ډېر مهم دي. تر څو د دښمن په زړه كې د وېرې اچولو لپاره تعرضي او عملياتي اقدامات وشي.
د هېواد جمهور رئيس وويل، سږکال منظم هوايي ځواکونه لرو چې د اړتيا پرمهال به په مېړانه عمل وکړي .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA