د هېواد په اتو ولايتونو كې د طالبانو د ګواښونو او باج اخستنې له وېرې مخابراتي خدمتونه وځنډول شول.
د مخابراتي ټكنالوژۍ وزارت وياند محمد ياسين صميم له كليد راډيو سره په خبرو كې دا ستونزه جدي وبلله او زياته يې كړه له دغو شركتونو سره يې په ناسته كې په دې خبرې شوې دي چې څرنګه په دغو ګواښ ځپلو سيمو كې تړلي مخابراتي خدمتونه بېرته پيل كړي د هېواد په اتو ولايتونو كې د طالبانو د ګواښونو او باج اخستنې له وېرې مخابراتي خدمتونه وځنډول شول.
د مخابراتي ټكنالوژۍ وزارت وياند محمد ياسين صميم له كليد راډيو سره په خبرو كې دا ستونزه جدي وبلله او زياته يې كړه له دغو شركتونو سره يې په ناسته كې په دې خبرې شوې دي چې څرنګه په دغو ګواښ ځپلو سيمو كې تړلي مخابراتي خدمتونه بېرته پيل كړي: ((( دمګړۍ په غزني، پكتيا، فارياب، فراه، سرپل، جوزجان، كندوز او نيمروز كې د مخابراتي خدمتونو پر وړاندې تر ټولو سخت ګواښونه موجود دي. وسله وال هلته خپل شرايط وړاندې كوي او باج غواړي، ځايي خلك هڅه كوي چې د ديني عالمانو او مشرانو په مرسته طالبان له دغه كاره واړوي.))
دى وايي، وسله وال مخالفان له ټولو مخابراتي شبكو څخه باج غواړي، خو دا نه د حكومت په ستراتيژۍ كې شته او نه هم مخابراتي شركتونه دې كار ته چمتو دي چې طالبانو ته دې ځانګړى باج تسليم كړي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو دا په داسې حال كې ده چې تر دې وړاندې هم يو شمېر مخابراتي شركتونو په ځينو سيمو كې د لنډ وخت لپاره د ګواښونو له كبله خپل خدمتونه ځنډولي دي


