ads

خوستي لوبغاړي له سپانسر كوونكو خوشاله دي

خوستيو ورزشکارانو به د مالي تمیویل کوونکو له نشتون شکایتونه کول، خو په دې وروستیو کې دا ستونزه یوه اندازه  حل شوې ده.په خوست کې څو ځلې په بیلا بیلو برخو کې سیالۍ جوړې شوي، چې مالي ملاتړ یې سوداګرو شخصي او دولتي ادارو وکړ.لوبغاړي وایې، د دې کار له امله له دوی سره داسې […]

نویسنده: TKG
19 وری 1395
خوستي لوبغاړي له سپانسر كوونكو خوشاله دي

خوستيو ورزشکارانو به د مالي تمیویل کوونکو له نشتون شکایتونه کول، خو په دې وروستیو کې دا ستونزه یوه اندازه  حل شوې ده.
په خوست کې څو ځلې په بیلا بیلو برخو کې سیالۍ جوړې شوي، چې مالي ملاتړ یې سوداګرو شخصي او دولتي ادارو وکړ.
لوبغاړي وایې، د دې کار له امله له دوی سره داسې فکر پیدا شو، چې دوی هم څوک لري، چې د دوی لوبه ورته ارزښت لري.
په ورته وخت کې د خوست د المپیک امر عزیز ملنګ وايي، د مالي سپانسر په پیدا کیدو سره د لوبغاړو ورزشي مورال زیاتیږي او په دې سره د لوبو په ډګر کې ښه پرمخ تللی شي. خوستيو ورزشکارانو به د مالي تمیویل کوونکو له نشتون شکایتونه کول، خو په دې وروستیو کې دا ستونزه یوه اندازه  حل شوې ده.
په خوست کې څو ځلې په بیلا بیلو برخو کې سیالۍ جوړې شوي، چې مالي ملاتړ یې سوداګرو شخصي او دولتي ادارو وکړ.
لوبغاړي وایې، د دې کار له امله له دوی سره داسې فکر پیدا شو، چې دوی هم څوک لري، چې د دوی لوبه ورته ارزښت لري.
په ورته وخت کې د خوست د المپیک امر عزیز ملنګ وايي، د مالي سپانسر په پیدا کیدو سره د لوبغاړو ورزشي مورال زیاتیږي او په دې سره د لوبو په ډګر کې ښه پرمخ تللی شي.
ملنګ وویل، دوی هڅه کوي چې د ټولو لوبغاړو لپآره مالي تمویل کوونکي پیدا کړي.
صفي الله او رحمان ګل د هاکي لوبغاړي دي، دوی د ورزش پرمختګ په مالي تمویلونکو پورې تړلی بولي.
د دوی په خبره، چې بهرینو هیوادونو کې په مالي تمویل سره ورزشونو ترقي کړې او دوی په خوست کې له شته سوداګرو او سرمایه دارو هم وغوښتل، چې خپل لوبغاړي وهڅوي او د لوبو لپاره ورته چانسونه برابر کړي.
عبدالفتاح چې د خوست د فوټبال منتخبې لوبډلې غړی دی، وايي، کچیرې لوبغاړو ته د شرکتونو له لورې تنخواوې ورکړل شي، دوی به ټول تمرکز پر لوبو وکړي.
عبدالفاتح وايي، د هیواد په کچه لوبډلې شته چې د سپانسر په پیدا کیدو سره یې استعدادونه له صفر تر سلو پورته شوي.
که څه هم خوستي ځوانان په بیلا بیلو برخو کې په لوبو لګیا دي، خو ډیری یې د دې له امله چې له کاروباره ونه وځي، خپلې لوبې پرې ایښې دي.
په خوست کې د سپانسر یا ملي ملاتړ مساله هله ګرمه شوه، چې کله د خوست کلید راډیو په خوست کې د  پاورلفټینګ یا وزن پورته کولو لوبډله سپانسر کړه.
دې لوبډلې د هیواد او زون په کچه لوبې وکړې، چې په هره سیالۍ کې یې لومړى او دوهم مقامونه خپل کړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA