په بلخ کې د کاراو ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو ریاست لخوا د دې ولايت ۲۶۰ کوچنیو متشببثينو سره د ۱۳۰امریکایي ډالرو مرسته وشوه.
چارواکي وایي چې دغه مرسته یې پرون د یوې رڼې پروسې له لارې د پچې اچونې له مخې دغو مستحقو کسانو ته ورکړه .
د بلخ ولایت د کار او ټولنیزچارو او شیدانو او معلولینو رئیس مطیع الله متین له کلید سره په خبرو کې وویل چې دغه مرستې د NSTP )) او (HPC) موسسو د بلخ ولایت د کار او ټولنیزو چارو، شهيدانو او معلولینو ریاست په همکارۍ د بلخ له ۲۶۰ کوچنیو سوداګرو سره د ۱۳۰امریکایي ډالرو مرسته ترسره کړه چې هر یو سوداګر به د ۵۰۰ امریکایي ډالرو مستحق وي .

متین زیاته کړه، دغه مرستې سوداګرو ته بلا عوضه وركول شوي او سوداګر دې ته نه اړ کیږي چې دغه مرستې بیرته ورکړي: (( همدا راز دغه مرستې د سوداګرو د اقتصاد د لوړ والي لپاره ورکول کیږي ترڅو د دغو مرستو په ترلاسه کولو سره خپل اقتصاد بسیاینې ته ورسوي.))
متین وویل، په دغه برنامه کې ټول ټال ۲۹۵۰ کوچنیو سوداګرو برخه اخیسته وه چې د پچې اچونې له لارې د یادو کسانو له ډلې ۵۲۱ وړ کسان ورته وټاکل شول: (( په دې كسانو كې هم د قرعه كشۍ له لارې ۲۶۰ كسانو ته بلاعوضه نغدې مرستې وویشل شوې.))
داپه داسې حال کې ده چې د پچې اچونې له لارې ټاکل شويو متشبیثینو له دولته د دغو مرستو د زیاتېدو غوښتنه وکړه او ويې ویل چې دغه بلاعوضه مرستې ددوی اقتصاد په پښو درولی شي .
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ