د بلخ په مزار شريف ښار کې د يوې کورنۍ شپـږ غړي په مرموز ډول وژل شوي دي.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دراني له کلید سره په خبروکې وویل، دا پېښه پرون تر غرمې وروسته د مزار شريف ښار د څلورمې حوزې اړونده د بابا يادګار په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، نامعلوم کسان په ياده سيمه کې يو کور ته ورغلي او د کورنۍ شپږ غړي يې په چړو او چاقوګانو وژلي دي. د بلخ په مزار شريف ښار کې د يوې کورنۍ شپـږ غړي په مرموز ډول وژل شوي دي.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دراني له کلید سره په خبروکې وویل، دا پېښه پرون تر غرمې وروسته د مزار شريف ښار د څلورمې حوزې اړونده د بابا يادګار په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، نامعلوم کسان په ياده سيمه کې يو کور ته ورغلي او د کورنۍ شپږ غړي يې په چړو او چاقوګانو وژلي دي.
درانى وايي، پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړي، خو شک کېږي چې دا پېښه به د ناموسي اختلافاتو له امله رامنځته شوې وي: (( قضيه ډېره پټه او مرموزه ده چې په څلورمه حوزه كې رامنځته شوې، موږ څېړنې كوو چې د پېښې عاملين او علت پيدا كړو.))
دا په داسې حال کې ده چې دبلخ ولایت اوسیدونکي په دې ورستیو کې د جنایي پیښو له زیاتیدو څخه په دې ولایت کې انديښنه کوي


