د لومړي ځل لپاره په ننګرهار کې د امریکایي پوهنتون د مسلکي زده کړو د پراختیا انسټیټوټ څانګه پرانيستل شوه .
په همدې موخه په جوړو شوو مراسمو کې د ننګرهار ولایت مرستیال محمد حنیف ګردیوال خوښي وښوده، چې په ننګرهار ولایت کې د لومړي ځل لپاره د امریکايي پوهنتون د مسلکي زدهکړو د پراختیا انسټیټوټ څانګه پرانستل شوه. د لومړي ځل لپاره په ننګرهار کې د امریکایي پوهنتون د مسلکي زده کړو د پراختیا انسټیټوټ څانګه پرانيستل شوه .
په همدې موخه په جوړو شوو مراسمو کې د ننګرهار ولایت مرستیال محمد حنیف ګردیوال خوښي وښوده، چې په ننګرهار ولایت کې د لومړي ځل لپاره د امریکايي پوهنتون د مسلکي زدهکړو د پراختیا انسټیټوټ څانګه پرانستل شوه.
په ننګرهار کې د افغانستان امریکايی پوهنتون مسوول عبدالحکیم وزیري وایي په پام کې لري چې د مسلکي زده کړو د پراختیا انسټيټوت په چوکاټ کې د دې ولایت ځوانانو ته د انګلیسي، معلوماتي ټکنالوژۍ او سوداګرۍ په برخو کې زده کړې ورکړي .
هغه همدا راز د دغه ولایت پنځوس تنو نجونو ته د لیسانس او ماسترۍ په برخه کې د وړیا زده کړو د زمینې له برابرولو هم خبر ورکړ.


