ولسي جرګې نن د بهرنیو او کډوالو چارو وزیران او د کورنیو چارو وزارت چارواکي استجواب كړل.
ولسي جرګې د غه چارواکي په اروپا کې د افغان کډوالو د وضیعت په اړه خپلې عمومي غونډې ته د پوښتنود ځواب لپاره ورغوښتي وو.
د ولسي جرګې یو شمیر غړو د بهرنیو چارو له وزیر څخه وغوښتل، چې د جرمني د بن په قونسلګرۍ کې دې بدلون راوستل شي او له اروپا څخه د افغان کډوالو په زوره شړلو مخه دې ونیسي. ولسي جرګې نن د بهرنیو او کډوالو چارو وزیران او د کورنیو چارو وزارت چارواکي استجواب كړل.
ولسي جرګې د غه چارواکي په اروپا کې د افغان کډوالو د وضیعت په اړه خپلې عمومي غونډې ته د پوښتنود ځواب لپاره ورغوښتي وو.
د ولسي جرګې یو شمیر غړو د بهرنیو چارو له وزیر څخه وغوښتل، چې د جرمني د بن په قونسلګرۍ کې دې بدلون راوستل شي او له اروپا څخه د افغان کډوالو په زوره شړلو مخه دې ونیسي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې یو شمیر نورو غړو بیا په سعودي کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه هم د اړونده وزارتونو له مسولینو وضاحت وغوښت.
د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وویل، اروپایی هیوادونو ته د کډوالو د زیاتیدونکې څپې وروسته یادو هیوادونو د کډوالو پر وړاندې په قانون کې بدلون راوستى.
رباني زياته كړه، دوی د افغان کډوالو د وضیعت په اړه له اروپایي هیوادونو سره پریکړه کړې، چې هیڅ یو افغان به په زوره تر شړل کیدو وروسته و نه مني.
نوموړي وویل، په ۱۳۹۴ کال کې شاوخوا څوارلس زره افغان کډوال پخپله خوښه افغانستان ته راغلي دي: (( له اروپایي هیوادونو مو غوښتي، تر څو له افغان کډوالو سره سخاوتمندانه برخورد وکړي، په دې لړ كې له جرمني سره یوه هوکړه شوې چې له دغه هیواد څخه داوطلب افغان کډوال بیرته افغانستان ته ستانه شي.))
نوموړي همدا راز وويل، تر دې وروسته به هیڅ یوې الوتکې ته اجازه ور نه کړي، چې افغان کډوال افغانستان ته انتقال کړي: ((( په دې برخه کې له اروپایی اتحادیې سره یوې هوکړې ته هم سره رسېږو.))
په ورته وخت کې د کډوالو چارو وزیر سید عالمي بلخي د ولسي جرګې نننۍ غونډې ته وویل،چې وروستیو بدلونونو ته په پام د کډوالو مسئله یوه لویه ستونزه ده چې د حل په موخه یی باید د سیمې او نړۍ په کچه هلې ځلې وشي.
نوموړي یو ځل بیا په هیواد کې امنیتي او اقتصادي ستونزې د کډوالۍ لامل وبللې او زياته يې كړه چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې نږدې شپږ میلیونه افغان کډوال په داوطلبانه ډول افغانستان ته ستانه شوي، خو په خبره یې اوس هم شاوخوا اوه میلیونه افغان کډوال په نورو هیوادونو کې میشت دي،چې تر ټولو زیاته کچه یی په پاکستان او ایران کې دي.
بلخي زياته كړه، تېر کال له هیواده زرګونه کسانو اروپایي هیوادونو ته مخه کړې، چې څلویښت فيصده يې هم نه جذبېږي.
د کډوالو چارو وزیر دغه راز وویل، په نږدې راتلونکې کې پاکستان ته سفر کوي،تر څو په دغه هیواد کې د افغان کډوالو له وضیعت څخه له نږدې لیدنه وکړي او پاکستان دې ته اړباسي،چې د کډوالۍ کارتونو موده نوره هم وغځوي.


