د ملي امنيت ځواكونو په كندهار كې يو ځانمرګى بريدګر هدف ته تر رسېدو وړاندې وژلى دى.
د کندهار د امنیه قومنداني ویاند ضیادراني کلید راډیوته وویل، نن شاوخوا یوولس بجې د ملي امنیت ځواکونو د ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې یو ځانمرګى چې په کندهار ښار کې يې د حملې پلان درلود، هدف ته تر رسېدو مخكې په نښه كړى او له منځه يې وړى دى.
د دراني په وینا امنیتي ځواکونو مخکې له مخکې ددغه حمله کوونکي په هکله معلومات تر لاسه کړي وو . د ملي امنيت ځواكونو په كندهار كې يو ځانمرګى بريدګر هدف ته تر رسېدو وړاندې وژلى دى.
د کندهار د امنیه قومنداني ویاند ضیادراني کلید راډیوته وویل، نن شاوخوا یوولس بجې د ملي امنیت ځواکونو د ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې یو ځانمرګى چې په کندهار ښار کې يې د حملې پلان درلود، هدف ته تر رسېدو مخكې په نښه كړى او له منځه يې وړى دى.
د دراني په وینا امنیتي ځواکونو مخکې له مخکې ددغه حمله کوونکي په هکله معلومات تر لاسه کړي وو .
د نوموړي په وینا ځانمرګى بريدګر په موټر کې و او کله چې امنیتي ځواکونو ورته د دریدو امر کړى، نوموړي د تېښتې هڅه كړې خو امنيتي ځواكونو ځاى پر ځاى ويشتلى دى.
د دراني په وینا، په دې پیښه کې یو پولیس او یو تن عام وګړى سطحي ټپي شوى.
دا په دې وروستيو کې دوهم ځانمرګی بریدګر دی، چې د امنيتي ځواکونو له لوري وژل کيږي.


