د كندهار ملي امنيت رياست وايي، د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ كې يې يوه درې كسيزه وسله واله ډله نيولې ده.
د كندهار ملي امنيت ادارې د نيول شويو كسانو يوه ويډيو هم خپره كړې چې په كې درې واړه كسان پر خپلو جرمونو اعترافونه كوي او وايي چې د كندهار د ښار په شاوخوا ولسواليو كې يې فعاليتونه لرل. د كندهار ملي امنيت رياست وايي، د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ كې يې يوه درې كسيزه وسله واله ډله نيولې ده.
د كندهار ملي امنيت ادارې د نيول شويو كسانو يوه ويډيو هم خپره كړې چې په كې درې واړه كسان پر خپلو جرمونو اعترافونه كوي او وايي چې د كندهار د ښار په شاوخوا ولسواليو كې يې فعاليتونه لرل.
ملي امنيت ويلي، په نيول شويو كسانو كې يو تن د كندهار د ښار، يو د ميوند او يو د ارغستان ولسوالۍ اوسېدونكى دى چې درې واړو د طالب قومندان جمعه خان تر مشرۍ لاندې فعاليت كاوه.
تېره اوونۍ هم د ملي امنيت څارونکو دوه تنه جعل کاران نيولي وو چې د پيسو په بدل کې يې خلګو ته جعلي تذکېرې او جوازسېرونه جوړول.


