ads

د سويلي كوريا سفير: د ننګرهار په اړه د ناامنۍ تبليغات ناسم دي

د سویلي  کوریا د سفارت چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې امنیتي وضعیت د پخوا په پرتله ښه شوی او ډېر ژر به د دغه ولایت له بېلابېلو ادارو سره مرستې وکړي .په افغانستان کې د سویلي  کوریا سفیر چین کی هونكې پرون د سه شنبې پر ورځ په لومړي ځل ننګرهار ته سفر کړی […]

نویسنده: TKG
18 وری 1395
د سويلي كوريا سفير: د ننګرهار په اړه د ناامنۍ تبليغات ناسم دي

د سویلي  کوریا د سفارت چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې امنیتي وضعیت د پخوا په پرتله ښه شوی او ډېر ژر به د دغه ولایت له بېلابېلو ادارو سره مرستې وکړي .
په افغانستان کې د سویلي  کوریا سفیر چین کی هونكې پرون د سه شنبې پر ورځ په لومړي ځل ننګرهار ته سفر کړی و او د دغه ولایت له والي سلیم خان کندوزي سره يې وکتل.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په راستولې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې لیدنې پر مهال د ننګرهار والي د سویلي  کوریا له سفیر څخه مننه وکړه، چې له پلازمینې وروسته یې د افغانستان په کچه لومړی ننګرهار ته سفر وکړ. د سویلي  کوریا د سفارت چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې امنیتي وضعیت د پخوا په پرتله ښه شوی او ډېر ژر به د دغه ولایت له بېلابېلو ادارو سره مرستې وکړي .
په افغانستان کې د سویلي  کوریا سفیر چین کی هونكې پرون د سه شنبې پر ورځ په لومړي ځل ننګرهار ته سفر کړی و او د دغه ولایت له والي سلیم خان کندوزي سره يې وکتل.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په راستولې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې لیدنې پر مهال د ننګرهار والي د سویلي  کوریا له سفیر څخه مننه وکړه، چې له پلازمینې وروسته یې د افغانستان په کچه لومړی ننګرهار ته سفر وکړ.
د ننګرهار د امنیتي او پرمختیایي وضعیت په اړه د سویلي  کوریا سفیر ته معلومات ورکړل او له یو شمېر ادارو سره يې ترې په بېلابېلو برخو کې د مرستې غوښتنه وکړه .
د خبرپاڼې له مخې د سویلي  کوریا سفير چینکې هون د ننګرهار ولایت امنیتي وضعیت په اړه تبلیغات ناسم وبلل او په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ وباله.
نوموړي ژمنه وکړه چې په دغه ولایت کې به د بېلابېلو ادارو سره خپلې مرستې پیل کړي .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA