د باميانو په ولايتي زندان كې يو بندي د ځان وژنې په هڅه كې خپل ځان له ستوني راځوړند كړى دى.
د باميان د امنيت امر محمد علي لكزي په دې اړه كليد ته وويل، هغه بندي چې ځان يې وژلى خالقداد نومېده او د سفر محمد زوى و چې د يكشنبې په ورځ يې د نامعلومو دلايلو له مخې ځان زندۍ كړى دى: (( خالقداد د خپلې كوټې له چته په يو نري پړي ځان راځړولى او مړ شوى، نوموړى د اهنګران درې اوسېدونكى او شاوخوا ۲۵ كاله عمر يې درلود.)) د باميانو په ولايتي زندان كې يو بندي د ځان وژنې په هڅه كې خپل ځان له ستوني راځوړند كړى دى.
د باميان د امنيت امر محمد علي لكزي په دې اړه كليد ته وويل، هغه بندي چې ځان يې وژلى خالقداد نومېده او د سفر محمد زوى و چې د يكشنبې په ورځ يې د نامعلومو دلايلو له مخې ځان زندۍ كړى دى: (( خالقداد د خپلې كوټې له چته په يو نري پړي ځان راځړولى او مړ شوى، نوموړى د اهنګران درې اوسېدونكى او شاوخوا ۲۵ كاله عمر يې درلود.))
لكزي زياته كړه، خالقداد يې تېر كال له يو اته كسيز بانډ سره د ګڼو وژنو او زورزياتي د پېښو په تړاو نيولى و چې دوسيا يې عدلي او قضايي ارګانونو ته تللې وه.
د لكزي په خبره استيناف محكمې خالقداد ته په څو وژنو كې د لاس لرلو په جرم د شل كاله زندان سزا اورولې وه: (( لكه څنګه چې هغه پوه شوى و چې كه شل كاله په زندان كې پاتې شم او نور ګڼ جرمونه راباندې ثبوت شي، نو سزا به مې زياته شي، له همدې كبله يې ځان ته زندۍ اچولې.))
ومو غوښتل د باميانو د محبس له مديريت سره هم په دې اړه تماس ونيسو، خو تر ګڼو تماسونو نيولو وروسته هم بريالي نه شوو.
دا مهال د باميانو په ولايتي زندان كې ۱۰۰ كسه بنديان دي چې شاوخوا شپږ يې ښځې دي، خو په دې زندان كې دا لومړى ځل دى چې يو كس خپل ځان زندۍ كوي


