ads

حبيبي: سوداګر مې د خوست د ښكلا لپاره پانګونې ته هڅولي

د خوست والي حكم خان حبيبي وايي، په بهرنيو هېوادونو كې يې يو شمېر سوداګر هڅولي چې د خوست ښار د پراختيا، پاكوالي او ښكلا لپاره پانګونه وكړي. حبیبي په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته وویل، له سوداګرو ښاریانو، ولایتي شورا او قومي مشرانو سره تر مشورو وروسته غواړې، چې د ښار د زينت […]

نویسنده: TKG
18 وری 1395
حبيبي: سوداګر مې د خوست د ښكلا لپاره پانګونې ته هڅولي

د خوست والي حكم خان حبيبي وايي، په بهرنيو هېوادونو كې يې يو شمېر سوداګر هڅولي چې د خوست ښار د پراختيا، پاكوالي او ښكلا لپاره پانګونه وكړي.
حبیبي په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته وویل، له سوداګرو ښاریانو، ولایتي شورا او قومي مشرانو سره تر مشورو وروسته غواړې، چې د ښار د زينت لپاره ټولې چارې خصوصي سکټور ته وسپاري.
ده وویل، خصوصي سکټور به بیا  ښار ته د راتلونکو سړکونو پر سر دروازې لګوي او ښار ته له ټولو ننوتونکو موټرونو څخه به مناسبه اندازه مالیه اخلي، چې په دې سره  به د خوست ښاريانو لپاره اسانتياوې معیاري او ځواب ویونکي شي. د خوست والي حكم خان حبيبي وايي، په بهرنيو هېوادونو كې يې يو شمېر سوداګر هڅولي چې د خوست ښار د پراختيا، پاكوالي او ښكلا لپاره پانګونه وكړي.
حبیبي په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته وویل، له سوداګرو ښاریانو، ولایتي شورا او قومي مشرانو سره تر مشورو وروسته غواړې، چې د ښار د زينت لپاره ټولې چارې خصوصي سکټور ته وسپاري.
ده وویل، خصوصي سکټور به بیا  ښار ته د راتلونکو سړکونو پر سر دروازې لګوي او ښار ته له ټولو ننوتونکو موټرونو څخه به مناسبه اندازه مالیه اخلي، چې په دې سره  به د خوست ښاريانو لپاره اسانتياوې معیاري او ځواب ویونکي شي.
غونډې ته د خوست د ولایتي شورا رئیس عبدالولي واحدزي وویل، د والي له غوښتنې سره موافق دی خو باید دغه تړون او پانګونه د زورواکو په لاس ورنه شې، ځکه دوی به ښار ته د خدمتونو د وړاندې کولو پرځای شخصي ګټې مهمې وبولې.
خوست ښاروال هم ډاډ ورکوي، چې  د ښارونو د پراختیا او پرمختګ لپاره نويو تګلارو باندې په مرکز کې کار روان دی، چې په دې سره به ښاري پراختیا په معیاري شکل صورت ونیسې.
د خوست ښاروال انجینر محمد بصیر محمد زی زياتوي، د ښار د پراختیا او ښکلا او معیاري جوړونې لپاره به له ښاریانو سره ګډې ناستې ولري او دی ډاډ ورکوي، چې خوست ښار ښه راتلونکی ولرې.
د یادونې وړ ده، چې خوست ښار څو لسیزې وړاندې د ۲۵ زره خلکو د اوسیدو او د تګ راتګ لپاره جوړ شوی و، خو دا مهال په کې ۳ سوه زره کورنۍ ژوند او تګ راتګ لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA