د ننګرهار امنيتي چارواكي وايي، پرون ناوخته، د اچين پر ولسي پاڅون كوونكو د داعش وسله والو يو لوى بريد پر شا تمبول شوى او د دغې ډلې پنځه غړي يې وژلي دي.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې داعش وسله والو د اچین ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوسته برید وکړ؛ خو د ملي اردو په ملاتړ په شا وتمبول شول.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد برید پرمهال د ملي اردو ځواکونو په توپچي بریدونو کې ۵ داعش وسله وال وژل شوي دي. د ننګرهار امنيتي چارواكي وايي، پرون ناوخته، د اچين پر ولسي پاڅون كوونكو د داعش وسله والو يو لوى بريد پر شا تمبول شوى او د دغې ډلې پنځه غړي يې وژلي دي.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې داعش وسله والو د اچین ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوسته برید وکړ؛ خو د ملي اردو په ملاتړ په شا وتمبول شول.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد برید پرمهال د ملي اردو ځواکونو په توپچي بریدونو کې ۵ داعش وسله وال وژل شوي دي.
بلخوا د اچین ولسوال غالب مجاهد کلید ته وویل، د داعش ډلې برید په کوز ده سرک سیمه کې شوی خو ټینګار یې وکړ، چې نښتې یوازې څو دقیقې دوام کړی دی.
هغه وویل په یاده نښته کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې؛ خو د افغان هوايي ځواکونو په بمبار کې یې د ۵ وسله والو د وژل کیدو خبر تاييد كړ.
د ولسوال غالب په خبره د جیټ الوتکو بریدونو د عبدالخیلو په نرګوسې او مزده کۍ سر سیمه کې د داعش ډلې دوه دهشکې هم له منځه وړې دي.
بلخوا داعش وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
که څه هم د ننګرهار ولایت چارواکي په اچین کې د داعش وسله والو د ځپلو خبره کوي؛ خو وخت ناوخت دغه ډله په اچین کې ورته بریدونه ترسره کوي.


