نن سهار شاوخوا نهه بجې د پروان په سياګرد ولسوالۍ كې ځانمرګي بريد ۶ ملكيان وژلي او ۲۲ نور يې ټپيان كړي دي.
د پروان امنيه قومندان محمد زمان مموزى په دې اړه كليد ته وويل، د بريد هدف د پوليسو يوه نظامي قرارګاه وه او ځانمرګي بريد همدلته د خلكو په ګڼه ګوڼه كې په ځان پورې تړلي چاودېدونكي توكي چوولي دي: (( موږ ته ويل شوي وو چې دوى د ولسوالۍ په قرول حمله كوي.))
تر اوسه كومې وسله والې ډلې د دې بريد پړه په غاړه نه ده اخستې خو د ملكيانو په منځ كې دا بريد داسې مهال كېږي چې په دې وروستيو كې افغان حكومت د سولې په خبرو كې له پاكستانه ناهيلي ښودلې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ