د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د هېواد په يو شمېر سيمو کې يې د عملياتو په مهال ګڼې لاسته راوړنې لرلې دي.
دا خبره د دې وزارت وياند صديق صديقي نن په يو خبري کنفرانس کې وکړه.
نوموړي وويل، چې ډېر ژر به په بدخشان، سرپل، ننګرهار، تخار، فارياب، کندوز، بادغيس او يو شمېر نورو نا امنه ولايتونو کې هم د شفق په نوم پوځي عمليات پيل کړي. د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د هېواد په يو شمېر سيمو کې يې د عملياتو په مهال ګڼې لاسته راوړنې لرلې دي.
دا خبره د دې وزارت وياند صديق صديقي نن په يو خبري کنفرانس کې وکړه.
نوموړي وويل، چې ډېر ژر به په بدخشان، سرپل، ننګرهار، تخار، فارياب، کندوز، بادغيس او يو شمېر نورو نا امنه ولايتونو کې هم د شفق په نوم پوځي عمليات پيل کړي.
د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې به د ملي پوليسو او ملي اردو ځانګړې قطعې برخه اخلي.
صديقي زياته کړه، په کونړ، بغلان او يو شمېر نورو ولايتونو کې يې له تېرو پنځلسو ورځو راهيسې د شفق په نوم عمليات پيل کړي، چې په ترڅ كې يې څوارلس وسله وال وژلي، ګڼ شمېر يې ټپيان كړي، يو شمېر سپکې او درنې وسلې يې هم له وسله والو ترلاسه كړې دي.
د كورنيو چارو وزارت په داسې حال کې د هېواد په يو شمېر سيمو کې د عملياتو يادونه کوي، چې د هوا په تودېدو سره په ځينو سيمو کې امنيتي وضعيت د خلکو اندېښنې زياتې كړې دي.


