په كندهار كې د ځوانانو د رضاکار فدراسیون په نوښت یو زیات شمیر ځوانانو د امام حسین (رض) د وینې له بانک سره د وینې مرسته وکړه.
دغه ځوانان چې شمیر يې لسګونو ته رسېده، هره یوه يې خپله ۳۵۰ سي سي وینه دغه بانك ته خيرات كړه.
دغه ځوانان وايي، د دوی وينه ورکول به وينه تويوونکو ته يو پيغام وي، چې نور له جګړو لاس واخلي.
بلخوا د امام حسین (رض) د وینې د بانک مسئوولین وايي، هره ورځ تر شلو پورې ځوانان دغه بانک ته راځي او خپله وینه ورکوي.
دوى وايي، له تېرو څو میاشتو راهیسي د وینې له کمښت سره هيڅ مخامخ شوي نه دي. په كندهار كې د ځوانانو د رضاکار فدراسیون په نوښت یو زیات شمیر ځوانانو د امام حسین (رض) د وینې له بانک سره د وینې مرسته وکړه.
دغه ځوانان چې شمیر يې لسګونو ته رسېده، هره یوه يې خپله ۳۵۰ سي سي وینه دغه بانك ته خيرات كړه.
دغه ځوانان وايي، د دوی وينه ورکول به وينه تويوونکو ته يو پيغام وي، چې نور له جګړو لاس واخلي.
بلخوا د امام حسین (رض) د وینې د بانک مسئوولین وايي، هره ورځ تر شلو پورې ځوانان دغه بانک ته راځي او خپله وینه ورکوي.
دوى وايي، له تېرو څو میاشتو راهیسي د وینې له کمښت سره هيڅ مخامخ شوي نه دي.
د دغه بانک مسئوولین وايي، وركړل شوې وینه به هغو اړو کسانو ته ورکوي چې له نورو ولایتونو یا هم له لرې پرتو سیمو څخه راغلي وي او دلته د ویني ورکولو لپاره دوستان ونه لري.
د میرویس روغتون مسئوولینو له دغو ځوانانو مننه وکړه، چې د خپلو اړو هیوادوالو د اړتیا د پوره کولو لپاره يې وینه ورکړه.


