ads

د ميدان وردګو ولايتي ادارې ولس ته د يو كال حساب وركړ

تېره ورځ په ميدان وردګو كې ولس ته د حساب ورکولو کلنۍ غونډه ترسره شوه، چې چارواکو په کې خلكو ته د تېر کال کارونو په اړه حساب او د روان کال پلانونو او پروژو اړوند معلومات ورکړل.د ميدان وردګو ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، دا غونډه د والي حيات الله حيات په نوښت جوړه […]

نویسنده: TKG
17 وری 1395
د ميدان وردګو ولايتي ادارې ولس ته د يو كال حساب وركړ

تېره ورځ په ميدان وردګو كې ولس ته د حساب ورکولو کلنۍ غونډه ترسره شوه، چې چارواکو په کې خلكو ته د تېر کال کارونو په اړه حساب او د روان کال پلانونو او پروژو اړوند معلومات ورکړل.
د ميدان وردګو ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، دا غونډه د والي حيات الله حيات په نوښت جوړه شوې وه او په كې د ټولو ملکي او نظامي ادارو د مسوولينو ترڅنګ د ولايتي شورا استازو، قومي مشرانو، سپين ږيرو، ديني عالمانو، مېرمنو، مدني فعالانو او ځوانانو ګډون کړى و. تېره ورځ په ميدان وردګو كې ولس ته د حساب ورکولو کلنۍ غونډه ترسره شوه، چې چارواکو په کې خلكو ته د تېر کال کارونو په اړه حساب او د روان کال پلانونو او پروژو اړوند معلومات ورکړل.
د ميدان وردګو ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، دا غونډه د والي حيات الله حيات په نوښت جوړه شوې وه او په كې د ټولو ملکي او نظامي ادارو د مسوولينو ترڅنګ د ولايتي شورا استازو، قومي مشرانو، سپين ږيرو، ديني عالمانو، مېرمنو، مدني فعالانو او ځوانانو ګډون کړى و.
د ميدان وردګو والي حيات الله حيات وويل، چې ولس ته حساب ورکول شفافيت رامنځته کوي او دوى د دې هدف پياوړي کولو لپاره د بادارۍ فرهنګ خلاف د خدمتګارۍ فرهنګ دودولو ته کار پيل کړى دى.
د نوموړي په وينا، د امنيت ټينګښت لپاره يې د امنيتي غونډو په جوړولو ښه همغږي رامنځته کړې، چې په مټ يې تر پخوا د دې ولايت امنيتي حالت کې ښه والی راغلی دی.
د غونډې ګډونوالو هم د بېلابېلو رياستونو اړوند مسايلو په اړه خپلې پوښتنې، وړانديزونه او غوښتنې شريکې کړې، چې د مسوولينو له لوري ورته ځوابونه وويل شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA