د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د ګډو امنيتي ځواكونو په هوايي او ځمكنيو عملياتو كې ۳۰ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۱۱ تنه ټپيان دي او څلور شكمن كسان نيول شوي دي.
د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ننګرهار، اروزګان، كندوز، او پکتيكا ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي. د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د ګډو امنيتي ځواكونو په هوايي او ځمكنيو عملياتو كې ۳۰ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۱۱ تنه ټپيان دي او څلور شكمن كسان نيول شوي دي.
د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ننګرهار، اروزګان، كندوز، او پکتيكا ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، په دغو عملياتو كې د ملي اردو ۱۳ سرتېري هم وژل شوي دي.
د دولت مخالفو وسله والو ډلو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


