په خوست كې پرون د سولې په نوم د كركټ د اتلس لوبډلو تر منځ دولس ورځنۍ سيالۍ پيل شوې.
د دې سياليو مالي لګښت يوې سيمه ييزې رسنۍ چنار راډيو پر غاړه اخستى او مسوولين يې وايي چې په دې سياليو كې به د دولس ولسواليو د لوبډلو تر څنګ د مركز شپږ نورې لوبډلې برخه واخلي.
د چنار راډیو مشر محمد غفور مهدي په دې اړه کلید ته وویل، دوی دا سیالۍ د سولې په نوم پیل کړی، چې هدف یې په هیواد کې د امن راوستل دي.
د مهدي په خبره، د سولې په نوم دغه سیالۍ به په شاوخوا دولسو ورځو کې پاتی ته ورسیږي په خوست كې پرون د سولې په نوم د كركټ د اتلس لوبډلو تر منځ دولس ورځنۍ سيالۍ پيل شوې.
د دې سياليو مالي لګښت يوې سيمه ييزې رسنۍ چنار راډيو پر غاړه اخستى او مسوولين يې وايي چې په دې سياليو كې به د دولس ولسواليو د لوبډلو تر څنګ د مركز شپږ نورې لوبډلې برخه واخلي.
د چنار راډیو مشر محمد غفور مهدي په دې اړه کلید ته وویل، دوی دا سیالۍ د سولې په نوم پیل کړی، چې هدف یې په هیواد کې د امن راوستل دي.
د مهدي په خبره، د سولې په نوم دغه سیالۍ به په شاوخوا دولسو ورځو کې پاتی ته ورسیږي: (( اتلس ټيمونه د دولس ولسواليو نه راځي، شپږ د مركز دي، چې چنار راډيو او خوست تلويزيون ټيمونه هم په كې دي.))
یاده دې وي چې د کرکټ دا سیالی په خوست کې په جوړ شوي خصوصي لوبغالي کې ترسره کیږي.


