ads

جنجالي ماده؛ بیا د وکیلانو د خبرو اجنډا ګرځي

د کابینې د قوانینو کمېټې د وګړیو د سر شمېرنې د قانون شپږمه ماده وروسته له دې تعدیل کړه چې له کبله یوه ملي پروسه ځنډېدلې ده. د وګړو د سرشمېرنې قانون په شپږمه ماده کې راغلي:(( د تذکرې په ډېټابېس کې دې مليت ذکر شي، خو په تذکره کې دې نه ليکل کېږي.))پر دې […]

نویسنده: TKG
17 وری 1395
جنجالي ماده؛ بیا د وکیلانو د خبرو اجنډا ګرځي

د کابینې د قوانینو کمېټې د وګړیو د سر شمېرنې د قانون شپږمه ماده وروسته له دې تعدیل کړه چې له کبله یوه ملي پروسه ځنډېدلې ده. د وګړو د سرشمېرنې قانون په شپږمه ماده کې راغلي:(( د تذکرې په ډېټابېس کې دې مليت ذکر شي، خو په تذکره کې دې نه ليکل کېږي.))
پر دې مادې پخوا د ولسي جرګې غړیو هم د یوه او بل ګرېوانونه څېرلي او هغه مهال یې ویلي و چې دا ماده  پر اساسي قانون د څار کمېسيون ته د تفسیر لپاره لېږل شوې او هغوی یې په اړه ویلي چې په تذکره کې د مليت د نوم ذکر کول کومه قانوني ستونزه نه لري، خو په اساسي قانون کې نه دي ويل شوي، چې په تذکرو کې دې د مليت نوم ذکر شي. د کابینې د قوانینو کمېټې د وګړیو د سر شمېرنې د قانون شپږمه ماده وروسته له دې تعدیل کړه چې له کبله یوه ملي پروسه ځنډېدلې ده. د وګړو د سرشمېرنې قانون په شپږمه ماده کې راغلي:(( د تذکرې په ډېټابېس کې دې مليت ذکر شي، خو په تذکره کې دې نه ليکل کېږي.))
پر دې مادې پخوا د ولسي جرګې غړیو هم د یوه او بل ګرېوانونه څېرلي او هغه مهال یې ویلي و چې دا ماده  پر اساسي قانون د څار کمېسيون ته د تفسیر لپاره لېږل شوې او هغوی یې په اړه ویلي چې په تذکره کې د مليت د نوم ذکر کول کومه قانوني ستونزه نه لري، خو په اساسي قانون کې نه دي ويل شوي، چې په تذکرو کې دې د مليت نوم ذکر شي.
اوس د جمهور ريیس د دویم مرستیال سرور دانش په مشرۍ د کابینې د قوانینو کمېټې پرېکړه کړې چې دا ماده تعدیل کړي او د تصویب لپاره یې بیا ملي شورا ته وړاندې کړي.
که څه هم په تذکرو کې د قوم او ملت د نوم په ذکر ډېرې ناندرۍ ووهل شوې او تر اوسه یې له کبله د الکټرونیکي تذکرو  د وېش لړۍ په ټپه درېدلې، خو که چېرې دا  ځل دا ماده په اسانۍ تعدیل شي او ولسي جرګه هم د دې لپاره چې دا ستونزه پای ومومي او په تذکرو کې د ملت تر څنګ د ملیت ذکر هم وشي؛ نو لار به هواره کړي چې د الکټرونیکي تذکرو د وېش چارې ژر پیل شي.
د وګړیو د سرشمېرنې د ثبت قانون د ولسي جرګې له لورې وړاندې تصویب شوی چې باید له مخې یې د الکټرونیکي تذکرو د وېش لړۍ پیل شوې وای، خو د همدې مادې د جنجالي کېدو پر سر دا پروسه تر اوسه ځنډېدلې ده.
د الکټرونیکي تذکرو وېش د هېواد د امنیت تامین، د ټاکنو شفافیت او روڼتیا او تر ډېره یو شمېر نورو چارو سره مرسته کولای شي چې په کې ښه والی راولي. که چېرې هر قوم د یوه واحد ملت تر چتر لاندې چې د افغان په نوم مسما دی راټول شي او ښه وګڼي چې قومیت دې یې په تذکرو کې ولیکل شي، نو تر ډېره به مرسته وکړي چې هر څوک د دې تذکرو اخیستو ته زړه ښه کړي.
اوس مهال مهمه دا ده چې څه ډول وکولای شو چې د خپل هېواد امنیت، سوکالي او ارامي وساتو او د الکټرونیکي تذکرو د وېش چاره  له ملي امنیتي ځواکونو سره مرسته کولای شي چې تر ډېره حده په ډېر اسانۍ د خپلو او پردیو ترمنځ توپیر وکړي، ځکه په دې تذکرو کې د هر افغان ټول مشخصات او ان یو شمېر نورې ځانګړتیاوې ذکر کېږي چې د پېژندلو په برخه کې پوره مرسته کولای شي.
د الکټرونیکي تذکرو وېش به همدرانګه د ټاکنو روڼتیا سره مرسته وکړي چې اوسمهال زموږ لپاره یو تر ټولو ستر ننګونه ده. د هېواد د وګړیو مشخص شمېر به معلوم شي او د یوې معتبرې پېژندپاڼې په توګه به مطرح وي چې بین المللي اعتبار لري.
له دې کبله ښه ده چې ملي شورا اوسني وضعیت په کتو د یوه افغان ملت تر چتر لاندې په الکټرونیکي تذکرو کې د هر فرد قوم یا ملیت ولیکي او په دې سره د دې ملي پروسې په مخکې پروت دا لوی خنډ له منځه یوسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA