تونس اعلان کړى، چې ډېر ژر به په ليبيا کې خپل سفارت او يو شمېر كونسلګرۍ بېرته پرانيزي.
د فرانسې خبري اژانس د تونس د بهرنيو چارو وزارت د چارواکو له قوله ويلي، چې په ليبيا کې د ملي يووالي حکومت د رامنځته کېدو تر هوکړې وروسته به په طرابلس کې خپل سفارت پرانيزي او دغه هېواد سره به يې اړيکې له سره پيل شي.
د تونس سفارت په ۲۰۱۴ کال کې وروسته له هغې په طرابلس کې وتړل شو، چې د يو شمېر وسله والو لخوا د سفارت کار کوونکي وتښتول شول.
د ۲۰۱۵ کال په لومړيو کې تونس په ليبيا کې د خپلو كونسلګريو فعاليتونه هم وځنډول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ