په بنګله دېش کې له پوليسو سره په نښته کې څلور اعتراض کوونکي وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
رپوټونه وايي، سلګونو کسانو وروسته له هغې د بنګله دېش په جنوب ختيځ کې په اعتراض لاس پورې کړ، چې په دغه سيمه کې پوځ د برېښنايي انرژۍ د دوو مرکزونو د جوړولو پرېکړه وکړه.
د رپوټونو له مخې، بنګله ېشي حکومت هوډ کړى، چې د چين په مرسته په ياده سيمه کې دوه انرژي ورکوونکې بټۍ جوړې کړي، چې له كبله يې د سيمې خلک اړ ايستل شوي، ترڅو بل ځاى ته وکوچېږي. په بنګله دېش کې له پوليسو سره په نښته کې څلور اعتراض کوونکي وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
رپوټونه وايي، سلګونو کسانو وروسته له هغې د بنګله دېش په جنوب ختيځ کې په اعتراض لاس پورې کړ، چې په دغه سيمه کې پوځ د برېښنايي انرژۍ د دوو مرکزونو د جوړولو پرېکړه وکړه.
د رپوټونو له مخې، بنګله ېشي حکومت هوډ کړى، چې د چين په مرسته په ياده سيمه کې دوه انرژي ورکوونکې بټۍ جوړې کړي، چې له كبله يې د سيمې خلک اړ ايستل شوي، ترڅو بل ځاى ته وکوچېږي.
پوليسو وايي، اعتراض کوونکو پر دوى بريد کړى، چې په ځوابي بريد کې څلور اعتراض کوونکي وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي، خو ځايي اوسېدونکو ويلي، چې د پوليسو په ډزو کې پنځو ملکي اعتراض کوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د پوليسو يو مشر حافظ اختر رسنيو ته ويلي، چې په پېښه کې يوولس پوليس هم ټپيان شوي دي.


