ads

افغان ځواكونه له طالبانو څخه د ۲۵ ورځو بنده، لار خلاصوي

افغان ځواكونو نن سهار په ارزګان كې د هغې لويې لارې د خلاصولو په موخه عمليات پيل كړي چې وسله والو له پنځه ويشتو ورځو راهيسې د ټرافيكو پر مخ تړلې ده.چارواكي وايي، طالبانو د مركز ترينكوټ او دهراود ولسوالۍ پر لويه لار د هر ډول موټرو په تګ راتګ بنديز لګولى و او هيچا […]

نویسنده: TKG
17 وری 1395
افغان ځواكونه له طالبانو څخه د ۲۵ ورځو بنده، لار خلاصوي

افغان ځواكونو نن سهار په ارزګان كې د هغې لويې لارې د خلاصولو په موخه عمليات پيل كړي چې وسله والو له پنځه ويشتو ورځو راهيسې د ټرافيكو پر مخ تړلې ده.
چارواكي وايي، طالبانو د مركز ترينكوټ او دهراود ولسوالۍ پر لويه لار د هر ډول موټرو په تګ راتګ بنديز لګولى و او هيچا ته يې اجازه نه وركوله چې له دې لارې تېر شي.
د اروزګان د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر سمونوال رحيم الله وايي، افغان ځواكونه به هڅه وكړي چې دا لويه لار د دايم لپاره پرانيزي افغان ځواكونو نن سهار په ارزګان كې د هغې لويې لارې د خلاصولو په موخه عمليات پيل كړي چې وسله والو له پنځه ويشتو ورځو راهيسې د ټرافيكو پر مخ تړلې ده.
چارواكي وايي، طالبانو د مركز ترينكوټ او دهراود ولسوالۍ پر لويه لار د هر ډول موټرو په تګ راتګ بنديز لګولى و او هيچا ته يې اجازه نه وركوله چې له دې لارې تېر شي.
د اروزګان د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر سمونوال رحيم الله وايي، افغان ځواكونه به هڅه وكړي چې دا لويه لار د دايم لپاره پرانيزي: (( د لويې لارې پر سر ماينونه ايښول شوي دي همدا راز طالبانو د لارې په اوږدو كې داسې يوه سيمه بنده کړې چې شاوخوا يې غرونه دي.))
رحيم الله په داسې حال كې پر دې لاره د پوستو د اچولو او پرمختګ خبره هم كوي چې تېره شپه دغلته د جګړې پر مهال دولس سرتېري وژل شوي دي.
افغان سرتېري شكايت كوي چې له طالبانو سره تر دوى ښې وسلې او پرمختللي تجهيزات دي.
هغوى له مرکزي حکومته غواړي چې د پوليسو تشکيل زيات او ټول تجهيزات ورته برابر کړي.
خو پر دغه لاره د عملياتو په اړه تر اوسه وسله والو څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA