ads

چارواكي: د ننګرهار ناقانونه وسله وال سياسي څېرو پورې تړلي دي

د ننګرهار چاروکي وایي، په جلال اباد ښار کې د غیر مسووله وسله والو تر شا د ملي شورا او سیاسي څېرو لاس دی، خو دوی هڅه کوي چې د دغو وسله والو د مخنيوي په برخه كې ستونزې له منځه يوسي.ولایتي چارواکي وایي، دوی هڅه پیل کړې، چې په اړه یې له مشرانو سره […]

نویسنده: TKG
16 وری 1395
چارواكي: د ننګرهار ناقانونه وسله وال سياسي څېرو پورې تړلي دي

د ننګرهار چاروکي وایي، په جلال اباد ښار کې د غیر مسووله وسله والو تر شا د ملي شورا او سیاسي څېرو لاس دی، خو دوی هڅه کوي چې د دغو وسله والو د مخنيوي په برخه كې ستونزې له منځه يوسي.
ولایتي چارواکي وایي، دوی هڅه پیل کړې، چې په اړه یې له مشرانو سره خبرې وکړي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږياڼي له کلید سره د یوې ځانګړې مرکې پرمهال وویل، دوی په جلال اباد ښار کې له یو شمیر هغو ننګونو سره مخ شوي، چې له مخې یې د حکومت یو شمیر سیاسي څیرې او د ملي شورا د غړو پلویان  د تورو ښیښو موټرې او غیر قانوني وسلې ګرځوي. د ننګرهار چاروکي وایي، په جلال اباد ښار کې د غیر مسووله وسله والو تر شا د ملي شورا او سیاسي څېرو لاس دی، خو دوی هڅه کوي چې د دغو وسله والو د مخنيوي په برخه كې ستونزې له منځه يوسي.
ولایتي چارواکي وایي، دوی هڅه پیل کړې، چې په اړه یې له مشرانو سره خبرې وکړي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږياڼي له کلید سره د یوې ځانګړې مرکې پرمهال وویل، دوی په جلال اباد ښار کې له یو شمیر هغو ننګونو سره مخ شوي، چې له مخې یې د حکومت یو شمیر سیاسي څیرې او د ملي شورا د غړو پلویان  د تورو ښیښو موټرې او غیر قانوني وسلې ګرځوي.
خوږياڼي که څه هم په دې اړه د چا نوم وانخیست؛ خو زیاته یې کړه، ولايتي ادارې هڅې پيل كړي چې له مسوولینو سره یې په اړه خبري وکړي، تر څو د دوی له نوم څخه په استفاده نور څوك غیر قانوني وسله او تورو ښیښو موټرو کې ونه ګرځي.
ولایتي چارواکي په داسې حال کې ننګرهار کې د تورو ښیښو او غیر قانوني وسلو په ګرځولو د یو شمیر سیاسي څیرو پلویان تورنوي، چې دوی له دې وړاندې هم په دغه برخه کې د هڅو یادونه کړې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA