ads

پاكستان كې بارانونه او سيلابونه، ۵۳ مړه، له ۳۰ زيات ټپيان

د تېرو څو ورځو سختو بارانونو د خيبر پښتونخوا او ګلګت بلتستان يو شمېر سيمې ځپلي، لږ تر لږه ۵۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى او له دېرشو زيات ټپيان شوي دي.ځايي رسنۍ وايي، چې تر ټولو زيات زيان ګلګت بلتستان، چترال، سوات او شانګله سيمو ته اوښتى دى.د قراقرم لويه لار په څو […]

نویسنده: TKG
16 وری 1395
پاكستان كې بارانونه او سيلابونه، ۵۳ مړه، له ۳۰ زيات ټپيان

د تېرو څو ورځو سختو بارانونو د خيبر پښتونخوا او ګلګت بلتستان يو شمېر سيمې ځپلي، لږ تر لږه ۵۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى او له دېرشو زيات ټپيان شوي دي.
ځايي رسنۍ وايي، چې تر ټولو زيات زيان ګلګت بلتستان، چترال، سوات او شانګله سيمو ته اوښتى دى.
د قراقرم لويه لار په څو ځايونو کې د غره ښويېدنې له كبله تړل شوې ده. د تېرو څو ورځو سختو بارانونو د خيبر پښتونخوا او ګلګت بلتستان يو شمېر سيمې ځپلي، لږ تر لږه ۵۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى او له دېرشو زيات ټپيان شوي دي.
ځايي رسنۍ وايي، چې تر ټولو زيات زيان ګلګت بلتستان، چترال، سوات او شانګله سيمو ته اوښتى دى.
د قراقرم لويه لار په څو ځايونو کې د غره ښويېدنې له كبله تړل شوې ده.
همدا راز په سوات، چترال او يو شمېر نورو سيمو کې هم غر ښويېدنه رامنځته شوې، چې له كبله يې له څلوېښتو زيات کورونه په بشپړ ډول تر خاورو لاندې شوي دي.
يو شمېر سړكونو، پلچکونو او عامه شتمنيو ته سخت زيان اوښتى دى.
په يو شمېر سيمو کې د خلکو فصلونه تر اوبو لاندې شوي دي.
ژغورونکي هڅه کوي، چې ځپل شوو سيمو کې مرستندويه چارې ګړندۍ کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA