ads

هلمند: ملي امنيت د طالبانو زندان مات كړى، ۴ مسوولين يې بنديان

د ملي امنيت لوى رياست په هلمند ولايت کې د طالبانو د زندان د څلورو تنو مسوولينو د نيولو خبر وركوي.د دې رياست له مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې ځانګړې قطعې يې د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ د دشت شور […]

نویسنده: TKG
16 وری 1395
هلمند: ملي امنيت د طالبانو زندان مات كړى، ۴ مسوولين يې بنديان

د ملي امنيت لوى رياست په هلمند ولايت کې د طالبانو د زندان د څلورو تنو مسوولينو د نيولو خبر وركوي.
د دې رياست له مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې ځانګړې قطعې يې د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ د دشت شور سيمې په اړوندو برخو کې د طالب قوماندان ملا مظلوميار اړوند څلور كسان باالفعل له يوه اندازه وسلو او مهماتو سره نيولي دي.
سرچينې دغه كسان د نظر، عبدالرحمن، پاچا خان او نقيب الله په نومونو ياد كړي او وايي، چې په هلمند ولايت کې يې د طالبانو د زندان د ساتنې مسووليت پر غاړه درلود. د ملي امنيت لوى رياست په هلمند ولايت کې د طالبانو د زندان د څلورو تنو مسوولينو د نيولو خبر وركوي.
د دې رياست له مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې ځانګړې قطعې يې د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ د دشت شور سيمې په اړوندو برخو کې د طالب قوماندان ملا مظلوميار اړوند څلور كسان باالفعل له يوه اندازه وسلو او مهماتو سره نيولي دي.
سرچينې دغه كسان د نظر، عبدالرحمن، پاچا خان او نقيب الله په نومونو ياد كړي او وايي، چې په هلمند ولايت کې يې د طالبانو د زندان د ساتنې مسووليت پر غاړه درلود.
نيول شوو كسانو په خپل جرم اعتراف كړى چې له ډلې يې يو تن نظر پخپله وايي: (( اكا مې احمد جان نومېږي د طالبانو قومندان دى،  زه يې له مظلوم سره ودرولم، هغه د طالبانو د محبس مشر دى، ماته يې يو كلاشنكوف راكړ چې په محبس كې بندي دولتي كسانو باندې پهره وكړم،
د يادو وسله والو له نيولو سره هم مهاله ۱۴ تنه ملكي وګړي، چې ماشومان او نوي ځوانان هم په کې شامل دي، د طالبانو له زندانه خوشې شوي دي.
له زندانه خوشې شوي نوي ځوانان وايي، چې د دغه زندان مسوول ملا مظلوميار له دوى څخه جنسي غوښتنې لرلې.
يو تن خوشې شوى همدا خبره كوي: (( زما ورور جرم كړى و طالبان په هغه پسې ګرځېدل، هغه يې پيدا نه كړ، بيا يې زه راوستم، تقريبا يوه مياشت بندي وم، د شپې به يې د تحقيق په بهانه راوويستم، ملا مظلوم به جلا كوټې ته بوتلم، بيا يې ماته وويل چې ماسره ناروا وكړه، ما نه ورسره كوله، په سوكانو به يې ووهلم، بيا به يې بله شپه بيا راوستم، ما ورته ويلي وو چې زه پاك سړى يم، اخر حكومتي كسان راغلل زه يې خوشې كړم.))
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA