د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي، نن سهار په ښیوې ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ښیوې ولسوال محمد اسماعیل نن کلید ته وویل، د دغې ولسوالۍ په سرجل سیمه كې د یوه کور په حجره کې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې، چې له امله یې ۲ ملکي وګړي وژل شوې او۱۰ نور ټپیان شوي دي. د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي، نن سهار په ښیوې ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ښیوې ولسوال محمد اسماعیل نن کلید ته وویل، د دغې ولسوالۍ په سرجل سیمه كې د یوه کور په حجره کې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې، چې له امله یې ۲ ملکي وګړي وژل شوې او۱۰ نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې بیا د ښیوې ولسوالۍ د سرجل)سیمې یوه قومي مشر معلم اکبر کلید سره په خبرو کې وویل، چې د یوه ملکې وګړي، په حجره کې د شوې چاودنې له امله ۲ تنه وژل شوې، او ۶نور ټپیان شوي دي.
بلخوا د دغې چاودنې مسوولیت لا تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.
که څه هم ښیوه د ننګرهار نسبتا امن ولسوالي ده؛ خو کله نا کله په كې د دا ډول پيښو رامنځته کیدو ستونزې زیږولې دي.


