په ننګرهار ولايت کې زرګونه کسانو د ۲۰۱۶ كال د كركټ په نړيوال جام سياليو كې د افغان لوبډلې د برياو او لاسته راوړنو نمانځغونډه وکړه.
د کرکټ ملي لوبډلې په شل اوريزو نړيوال جام په لومړي پړاو کې ټولې لوبې وګټلې او له لسو غوره ټيمونو سره په دويم پړاو کې يې له وېسټ انډيز څخه لوبه وګټله.
ملي لوبډلې همدا راز د انګلينډ، سريلانکا او سوېلي افريقا پر وړاندې هم خپلې لوبې په ډېر کم توپير وبايللې؛ خو په نړيواله کچه يې د لوبو ستاينه وشوه. په ننګرهار ولايت کې زرګونه کسانو د ۲۰۱۶ كال د كركټ په نړيوال جام سياليو كې د افغان لوبډلې د برياو او لاسته راوړنو نمانځغونډه وکړه.
د کرکټ ملي لوبډلې په شل اوريزو نړيوال جام په لومړي پړاو کې ټولې لوبې وګټلې او له لسو غوره ټيمونو سره په دويم پړاو کې يې له وېسټ انډيز څخه لوبه وګټله.
ملي لوبډلې همدا راز د انګلينډ، سريلانکا او سوېلي افريقا پر وړاندې هم خپلې لوبې په ډېر کم توپير وبايللې؛ خو په نړيواله کچه يې د لوبو ستاينه وشوه.
د کرکټ ملي لوبډله تېره اونۍ په هند کې د نړيوال کپ له لوبو وروسته افغانستان ته راستنه شوه او پرون يې په ننګرهار ولايت کې په وياړ غونډه جوړه شوې وه.
د ننګرهار والي سليم کندوزي د جلال اباد ښار د فوټبال په لوبغالي کې د ملي لوبغاړو په وياړ ستاينغونډه کې وويل، د کرکټ وروستۍ بريا په نړيواله کچه د افغانستان نوم وځلاوه.
د کرکټ بورډ اجرايوي رييس شفيق الله ستانکزي بيا ښاريانو ته ژمنه وركړه چې په ننګرهار کې به د کرکټ لپاره يو نوی لوبغالی جوړ کړي.
د هغه په وينا، د راتلونکي لپاره د کرکټ په برخه کې ښه پلانونه لري چې په پلي کېدو به يې کورني کرکټ ته ډېره ګټه ورسېږي.
د ملي اتلانو په دغه ستانغونډه کې یو شمیر شاعرانو خپل شعرونه هم، چې د کرکټ لوبغاړي یې په کې ستایلي وو، د ګډونوالو د چكچکو په بدرګه د کرکټ اتلانو ته ډالۍ کړل.
د غونډې په اوږدو کې د ولايت مقام، ملي او د ولايتي شورا د غړو له لوري د كركټ ملي لوبډلې لوبغاړو ته ډالۍ ته ورکړل شوې.
د يادې غونډې په دويمه برخه کې د لوبغاړو په وياړ د موسيقي پروګرام او اورلوبې ترسره شوې.


